ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې يوه زنداني ځان زندۍ کړى

په هرات کې يوه زنداني ځان زندۍ کړى

author avatar
8 Aug 2015 - 17:34
په هرات کې يوه زنداني ځان زندۍ کړى
author avatar
8 Aug 2015 - 17:34

هرات (پژواک، ١٧ زمرى ٩٤): د هرات د ښاري څارنوالۍ چارواکي وايي  چې د دغه ولايت په مرکزي زندان کې يوه زنداني ځان زندۍ کړى دى.

د هرات د ښاري څارنوالۍ مشر ګل احمد رامش پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد زنداني چې د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى و، د خپل ورور د قتل په تور په ١٢ کلونو زندان محکوم شوى و.

هغه وويل چې دغه کس د خپل زندان دوه کاله موده تېره کړې وه.

د رامش په وينا، ياد زنداني دوه ورځې وړاندې د زندان له چارواکو غوښتي و چې هغه د زندان انفرادي خونې ته ولېږدوي.

د هرات د ښاري څارنوالۍ مشر زياته کړه، چې دغه کس پرون انفرادي خونې ته له لېږد وروسته ځان د خپل دوسمال په وسيله   زندۍ کړى دى.

 ګل احمد رامش د دې خبرې په څرګندولو سره چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د ياد زنداني کوم خپلوان د هغه ليدنې ته نه و راغلى، څرګنده کړه چې نوموړي د رواني او روحي ستونزو له امله په دغه عمل لاس پورې کړى دى.

د پژواک له هڅو سره سره د هرات زندان چارواکو د نظر له څرګندولو ډډه وکړه.

د هرات زندان چې د ښځو او نارينه وو لپاره جلا جلا برخې لري، د هېواد د لويو زندانونو له ډلې بلل کېږي.

د سيمه ييزو چارواکو په وينا، اوسمهال په دغه زندان کې د ٢٠٠ ښځو په ګډون درې زره زندانيان د بند شپې او ورځې سبا کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.