ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوزى: د جلال اباد ښار چاپيريال ته بايد جدي پاملرنه وشي

کندوزى: د جلال اباد ښار چاپيريال ته بايد جدي پاملرنه وشي

author avatar
8 Aug 2015 - 14:38
کندوزى: د جلال اباد ښار چاپيريال ته بايد جدي پاملرنه وشي
author avatar
8 Aug 2015 - 14:38

جلال اباد(پژواک، ١٧زمری ۹۴): د ننګرهار والي وايي چې د جلال اباد ښار چاپيريال ته دې جدي پاملرنه  وشي او خلک بايد د ښار په پاکوالي کې ونډه واخلي.

والي سليم خان کندوزي دا څرګندونې د زمري په ۱۷مه، په جلال اباد ښار کې د مدني ټولنو او خبريالانو له لوري د ښار د پاکولو د کمپاين پر مهال وکړې.

د ننګرهار والي د ياد کمپاين د پرانيستې پر مهال وويل، چې خلک بايد چاپيريال ساتنه کې ونډه واخلي او خپل ښار پاک کړي.

نوموړي د پژواک ژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (( چاپيريال ته بايد جدي پاملرنه وشي، په دې اړه مې د چاپيريال ساتنې له ادارې  پلان غوښتی چې څنګه کولی شوو د ښار چاپيريال پاک کړو.))

دغه راز  د ننګرهار د چاپيريال ساتنې رييس فضل الربي هميم د ياد کمپاين په څنډه کې پژواک خبرِ اژانس ته وويل، چې مدني فعالانو،خبريالانو او يو شمېر دولتي چارواکو د ښار د پاکولو کمپاپن پيل کړی دی.

هغه پر ښاريانو غږ وکړ چې د چاپيريال په ساتنه کې ورسره ونډه واخلي.

د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګرديوال بيا ياد کمپاين کې هتۍ والو ته  ګواښ وکړ، چې د خپلو هټيو کثافات په لارو کوڅو کې وانه چوي ګنې قانوني چلند به ورسره وکړي.

ګرديوال وويل: (( تر دې وروسته چې هټۍ وال خځلې پر سړک او يا لاره کې وغورځوي جريمه به يې کړو.))

د ولسي خير ښيګنو مدنې ټولنې مشر ډاکټر اسداالله خاليز پژواک ته وويل چې دا کمپاين دوی پيل کړى چې موخه يې د ښار پاکولو د فرهنګ رواجول دي.

هغه وايي : (( موږ غواړو چې خلک په ښار پاکولو کې ونډه واخلي او دا فرهنګ دود شي، ځکه که هر سړی خپله سيمه پاکه وساتي ښار به پاک وي.))

نوموړي زياته کړه چې دې کمپاين ته به دوام ورکړي او د ښار نوور سيمو ته به يې هم وغځوو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.