لښکرګاه(پژواک،١٧زمرى٩۴): د هلمند ولايت چارواکي وايي چې د يو شمېر زورواکو له خوا په خانشين ولسوالۍ کې په خپل سر د رُخام قيمتي ډبرو کيندنه او قاچاق دوام لري.
د هلمند والي ميرزاخان رحيمي د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوې اوږدې مودې راهيسې په خانشين ولسوالۍ کې د رُخام قيمتي ډبرو خپلسري کيندنې روانې دي.
هغه زياته کړه : (( د دې کار د مخنيوي لپاره تر دې دمه هيڅ کار نه دی شوی، هر زورواکي په خپله خوښه په کې کار کړی ، خو موږ به يې ډير ژر مخه ونيسو.))
هغه وويل يو شمېر شرکتونو چې د رخام ډبرو د را ايستنې لپاره د کانونو او پټروليم له وزارت څخه جواز ترلاسه کړى، غير مسلکي دي.
دى وايي : (( دا شرکتونه مسلکي نه دي او نه هم داسې وساېل لري چې په سمه توګه ډبرې را وباسي، د يو ټن ډبرې د را ايستلو لپاره لس يا شل ټنه ډبره ميده کوي.))
رحيمي وايي هڅه کوي چې د رُخام ډبرو د کيندنې چارې مسلکي شرکتونو ته ورکړي ترڅو له ضايعاتو څخه يې مخنيوى وشي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا مشر محمد کريم اتل هم پژواک ته وويل چې په خانشين ولسوالۍ کې په خپل سر او غير مسلکي ډول د رُخام ډبرو د کيندنې چارې روانې دي.
هغه زياته کړه : (( يو شمېر شرکتونو د دې ډبرې د را ايستنې اسناد ترلاسه کړي خو هغه يې بيا کاپي کړي او ځينو نورو شرکتونو ته يې هم ورکړي دي.))
د اتل د معلوماتو له مخې، د رُخام ډبرو د کيندنې سيمې ته تر ډيره پاکستاني قاچاق وړونکي لاسرسى لري، ځکه په دغه سيمه کې سرحدي پوليس هم شتون نه لري.
خو د هلمند د کانونو او پټروليم رياست مشر حبيب الله حقپرست پژواک ته وويل چې وزارت مسلکي شرکتونو ته د روخام ډبرو د کيندنې جواز ورکړى دى.
هغه وويل : ((څلورو شرکتونو ته د رُخام ډبرو د کيندنې قرارداد ورکړل شوى، مسلکى دي او موږ کنټرول هم پرې لرو.))
د حقپرست په وينا، په دې سيمه کې اړين امنيت شتون نه لري او د يو شمېر کسانو له خوا په غيرمسلکي او قاچاقي توکه د رُخام ډبرې را ايستل کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن