ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار ډېرى چاپي رسنۍ له فعاليته لوېدلې دي

د تخار ډېرى چاپي رسنۍ له فعاليته لوېدلې دي

author avatar
9 Aug 2015 - 16:03
د تخار ډېرى چاپي رسنۍ له فعاليته لوېدلې دي
author avatar
9 Aug 2015 - 16:03

تالقان (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): د تخار ولايت په مرکز تالقانو کې يو شمېر رسنۍ د مالي ستونزو له امله له چاپه پاتې دي او دفترونه يې تړل شوي دي.

تصویر، نجوا، کانون الګو، احساس، الواک، اګاهي، کوکچه، طلوع آفتاب، دریاچه، عصر، افغانستان نوين، زمر، ګجران او اینه تخارستان هغه ورځپاڼې، اونیزې، میاشتنۍ او مجلې دي چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې يې په تخار کې فعاليت کاوه خو په دې وروستيو کې د مالي ستونزو له امله نه چاپېږي.

د تصویر اونیزې مسوول مدیر منیراحمد هدف يوې خبرې ناستې ته وويل چې د ځينو دولتي چارواکو سليقوي چلند او د مالي ستونزو له امله تصوير اونيزه له يوې مياشتې راپه دېخوا له چاپه پاتې ده.

تصوير اونيزه له ٩ کلونو راپه دېخوا په مرکز تالقانو کې چاپېده او يو شمېر ولسواليو ته هم استول کېده خو اوس له چاپه پاتې ده.

هدف زياته کړه: "چاپي رسنیو له لپاره مالي او عایداتي سرچینې ډېرې کمې دي، موسسې، انجيوګانې او دولت په دې برخه کې کار نه کوي، اوس مهال په تخار ولایت کې هېڅ خپلواکه چاپي رسنۍ نه لرو، تصویر اونیزه هم د مالي ستونزو له امله سقوط شوه."

هغه وويل که د رسنیو ملاتړو ادارو او ټولنو د بازارموندنې په برخه کې د لنډمهالو زده کړو له لارې، د چاپي رسنیو د مسوولینو وړتیاوې لوړې کړې واى نو اوس به دغه رسنۍ له سقوط سره نه مخ کېدې.

د ګجران ورځپاڼې مسوول مدیر محمداکبر ګجروال وايي، د رسنیو ملاتړي ادارې چاپي رسنیو ته هېڅ پام نه کوي، په وینا یې چې ټول پام ټلویزیونو او راډیوګانو ته کېږي او په ميلیونونو ډالر مرستې ورسره کوي.

ګجروال وايي چې په تخار ولایت کې تر اوسه هېڅ کومه نا دولتي ادارې له هېڅ چاپي رسنۍ سره مرسته نه ده کړې.

هغه زياته کړه: "ستونزې له دې ځایه پیلېږي چې په دغه ولایت کې ثابت ډونر نشته چې یوه چاپي رسنۍ تر یوه وخته پورې تمویل کړي چې وشي کولی لږ تر لږه د چاپ مصارف یې ورکړي، دغه ډول ډونر هېڅ یوې رسنۍ په تخار کې نه درلوده او موږ یې هم نه لرو."

دا یواځې چاپي رسنۍ نه دي چې له مالي کړکېچ سره مخ شوي او د چاپ چارې یې په ټپه درېدلې دي په دغه ولایت کې یو شمېر انځوریزې او غږیزې رسنۍ هم له مالي ستونزو سره مخ شوې دي.

د سیمایی مهر راډیو او ټلویزیون مشر عتیق الله نظري پژواک ته وويل چې ده او په تخار کې ډېرو رسنيو د مالي ستونزو له امله، خپل ۷۰ سلنه کارکوونکي لرې کړي دي.

اوس مهال په تالقانو ښار کې لس راډیوګانې او پنځه ټلویزیونونه فعالیت کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.