ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو ځوانانو د شاه شهيد پېښې په ياد شمعې بلې کړې

سلګونو ځوانانو د شاه شهيد پېښې په ياد شمعې بلې کړې

author avatar
9 Aug 2015 - 12:49
سلګونو ځوانانو د شاه شهيد پېښې په ياد شمعې بلې کړې
author avatar
9 Aug 2015 - 12:49

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): سلګونو ځوانانو تېره شپه د کابل ښار په اتمه حوزه کې د شاه شهيد د پېښې په ياد شمعې بلې کړې.

د  تېرې جمعې په شپه د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د شاه شهيد په سيمه کې يوه زوروره چاودنه شوې وه چې له امله يې شاوخوا ١٦ تنه مړه او تر ٤٠٠ پورې ټپيان شوي وو.

په دې پېښه کې لسګونه موټر او سلګونه کورونه ويجاړ شوي او خلکو ته  د ميليونونو ډالر مالي زيانونه اوښتي دي.

د کابل ښار سلګونو اوسېدونکو چې په کې ځوانان او ښځې هم شاملې وې، تېره شپه د پېښې په ځاى کې د شمعې بلې کړې او د پېښې قربانيانو ته يې دعا وکړه.

د مدني ټولنې يوه فعال خوشحال خليل د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  يو شمېر ځوانانو او د مدني ټولنې فعالانو په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې دا کمپاين په لاره اچولى و.

د هغه په وينا، د پلان له مخې اووه بجې خلک د پېښې ځاى ته راټول شول، خو د دوى د  اټکل خلاف ګڼ شمېر کسان چې له ځانه سره يې ليکلي شعارونه هم راوړي وو، د پېښې په ځاى کې راټول شول.

خليل وايي ، راغلو کسانو لومړى  د پېښې قربانيانو ته دعا وکړه او له خداى ج يې څخه ددې پېښې د قربانيانو کورنيو ته  صبر غوښتنه وکړه.

ده زياته کړه چې راغلو کسانو وروسته د پېښې د قربانيانو په ياد کې لسګونه شمعې بلې کړې او په ترڅ کې يې د پېښې د عاملينو، پاکستان او طالبانو پر ضد شعارونه ورکول.

د يادو مراسمو په پاى کې پارېدلو کسانو د پاکستان بيرغ ته هم اور واچاوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.