ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ملکي مرګ ژوبله دوولس سلنه ډېره شوې

هلمند کې ملکي مرګ ژوبله دوولس سلنه ډېره شوې

author avatar
9 Aug 2015 - 11:28
هلمند کې ملکي مرګ ژوبله دوولس سلنه ډېره شوې
author avatar
9 Aug 2015 - 11:28

لښکرګاه (پژواک، ١٨ زمری ۹۴): په هلمند کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ولايتي چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله په روان کال کې په دغه ولايت کې د ملکي تلفاتو کچه دوولس سلنه لوړه شوې ده.

په لښګرګاه ښار کې د هلمند د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ولايتي مشر محمدبلال صديقي خبريالانو ته وويل چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولايت کې د جګړو او ناامنيو کچه لوړه شوې ده چې ډېره مرګ ژوبله په کې ملکي وګړو ته اوښتې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ټول تېر کال کې په دغه ولايت کې ٢١٢ ملکي وګړي وژل شوي او ٥٨٦ نور ټپيان شوي وو.

خو ده وويل چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٢٨ ملکي وګړي وژل شوي او ٢٣٤ نور ټپيان شوي چې د تېر کال په پرتله دوولس سلنه زياتوالى ښيي.

هغه وايي چې په ترتيب سره ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله د ماين په چاودنو، ځانمرګو بريدونو او مخامخ جګړو کې اوښتې ده.

صديقي پر امنيتي ځواکونو او طالبانو نيوکې وکړې چې د جګړې قوانين په پام کې نه نيسي او له امله يې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

نوموړي له ښکېلو خواو غوښتنه وکړه چې د جګړې قوانین په پام کې ونیسي او په هغو سیمو کې چې عام خلک مېشت وي له جګړې او عملیاتو ډډه وکړي.

دغه راز د هلمند د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال پاچا ګل بختیار وايي چې امنيتي ځواکونو ته د جګړې په اړه پوره لارښوونه کېږي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسووليت د طالبانو پر غاړه دى.

هغه زياته کړه: ((ملکي کسانو ته ډېره مرګ ژوبله د ماين د چاودنو او ځانمرګو بريدونو له امله اوړي چې دغه کار طالبان کوي نه امنيتي ځواکونه.))

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى دفتر (يوناما) د تازه راپور له مخې، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې څه کم پنځه زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يو سلنه زياتوالى ښيي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.