ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني:  د جګړې بڼه بدله شوې

ولسمشر غني: د جګړې بڼه بدله شوې

author avatar
9 Aug 2015 - 18:27
ولسمشر غني:  د جګړې بڼه بدله شوې
author avatar
9 Aug 2015 - 18:27

کابل(پژواک،۱٨زمرى۹۴):ولسمشراشرف غني د دښمن د جنګ د شېوې بدلون ته په اشارې وويل، دښمن کمزوری شوی او د خپلې کمزورۍ د پټولو په موخه د تروريستي بريدونو او دعامو خلکو او ښاريانو په وژلو سره  عامه اذهان منحرفوي.

نوموړي دغه ټکى نن د يوه ويډيو کنفرانس له لارې دتوحيد په مرکز کې له امنيتي او دفاعي چاروکو سره په خبرو کې څرګند کړ.

دولسمشرۍ درسنيو دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په ياد ويډيويي کنفرانس کې،چې د هېواد عمومي او په ځانګړي ډول د کابل ښار او د هېواد د نورو لويو ښارونو  عمومي  امنيتي وضعيت څېړلو په موخه جوړ شوى و، ټينګار وکړ، چې دهېواد عمومي امنيتي حالت بايد په دقيق ډول وارزول شي اوله تېرو تجربو څخه دې د دښمن د ځپلو او د دوی د ناوړه بريدونو د مخنيوي لپاره کار واخيستل شي.

هغه د کابل ښار او د هېواد د نورو سترو ښارونو د امنيت پر لا ټينګښت ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه  چې د کابل ګارنيزون تجهيز، تمويل او تقويې ته به لا ډېره پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د کابل ښار په شاه شهيد،دپوليسو پراکاډمي او قصبه کې درې چاودنې اوبريدونه شوي، چې له امله يې له پنځوسوڅخه زيات کسان وژل شوي او نږدې پنځه سوه نور ټپيان شوي، چې ډيرى يې ملکي وګړي دي.

ولسمشر غني د امنيتي او دفاعي سکتورمسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د فساد د مخنيوي په موخه دې د خپلو  منابعو په مصرفولو کې لا ډېر موثريت او شفافيت رامنځته کړي ځکه چې د منابعو، امکاناتو او نورو اسانتياوو او تجهيزاتو شتون کولای شي د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د روحيې په پياوړي کولو کې ګټور واقع شي.

نوموړي  امنيتي سکتور ته  لارښوونه وکړه، چې د ترفيع د عادلانه سيستم د رامنځته کولو په موخه دې يو فوق العاده کمېسيون جوړ شي، تر څو  مسلکي کدرونه په کې د وړتيا او شايستګۍ  په اساس ترفيع وکړي.

هغه د امنيتي او دفاعي ځواکونو ميړانې او سرښندنو ته په اشارې سره وويل، د هېواد امنيتي ځواکونو د عمل نوښت په لاس کې اخيستی او د دښمن د هرې هڅې پر وړاندې په لوړه ملي روحيه  او زړورتيا د هېواد او خپلو خلکو دفاع کوي.

ولسمشر غني وويل: (( د زمري اته ويشتمه به نه يواځې د هېواد د خپلواکۍ ، بلکې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري د خپلواکۍ  د دفاع د ورځې په توګه ونمانځو.))

د افغانستان اتل ولس ٩٦ کاله پخوا دخپلو سرښندنو له لارې د غازي امان الله خان په مشرۍ له انګرېزانو څخه خپلواکي ترلاسه کړې، چې هر کال دغه خپلواکي په شاندارو مراسمو نمانځي.

په دغه ويډيويي کنفرانس کې د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر، د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي، د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس غلام جيلاني پوپل، د ملي امنيت لوی رييس رحمت الله نبيل او د چارو د ادارې لوی رييس عبدالسلام رحيمي هم ګډون درلود.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.