ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د څلور بهرنيو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي

چارواکي: د څلور بهرنيو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي

author avatar
9 Aug 2015 - 10:31
چارواکي: د څلور بهرنيو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي
author avatar
9 Aug 2015 - 10:31

جلال اباد (پژواک، ۱۸ زمری ۹۴): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د عملياتو او هوايي بريد پر مهال د څلور بهرنيو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي او يو شکمن کس نيول شوی دی.

د دغه ولايت د امينې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وختي د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري د غني خېلو ولسوالۍ د ٢٧مې وياله سيمه کې عمليات شوي.

مشرقيوال وايي: ((په دغو عمليات کې پنڅه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی وسلې او مهمات ترلاسه شوي. دغه راز د بهسودو په ولسوالۍ کې هم په ورته عملياتو کې يو شکمن کس نيول شوی دی.))

بلخوا يوې امنيتې سرچينې پژواک ته وويل چې په دغو عملياتو کې د فرهاد په نوم يو طالب قوماندان هم وژل شوی او د وژل شوو شمېر تر پنځو زيات دی.

د يو بل خبر له مخې چارواکي وايي چې تېره ورځ ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګرۍ د مياګانو په سيمه کې بهرنيو ځواکونو هوايي بريد کړی چې په کې ۱۰ وسله وال وژل شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې په وژل شوو کې څلور بهرني وسله وال دي، خو د ټولو د هويت په اړه يې څه نه دي ويلي.

بلخوا د هسکې مېنې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبيدخان پژواک ته وويل چې دغه بريد د ګورګرۍ اړوند د شابې په سيمه کې شوی چې په کې يو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.