کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): د افغانستان د فوټبال د تنکي ځوانانو ملي لوبډلې په کوريا کې د فوټبال د اسيايي سياليو اتلولي خپله کړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون وياند سيدعلي کاظمي د زمري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ تېره اونۍ د سوېلي کوريا په پلازمېنه سيول کې په لاره اچول شوې وې.
هغه زياته کړه چې د افغانستان د ١٢ کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې وکولى شول چې په دې سياليو کې د بنګله دېش، د سوېلي کوريا، الف او ب لوبډلو ته ماتې ورکړه.
د علي په وينا، د افغانستان لوبډلې له ختيځ تيمور سره لوبه مساوي پاى ته ورسوله او په دې اساس د زياتو نومرو په ترلاسه کولو سره يې د دغو سياليو اتلولي خپله کړه.
بلخوا د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي چې د سوېلي اسيا هېوادونو د ١٩ کلنو فوټبال لوبډلو د سياليو لپاره پچه اچونه ترسره شوه.
کاظمي وويل چې دا سيالۍ د زمري په ٢٩مه په نيپال کې ترسره کېږي، د سوېلي اسيا د شپږو هېوادونو لوبډلې په کې برخه اخلي.
د نوموړي په وينا، د پچې اچونې له مخې په الف ګروپ کې نيپال، بنګله دېش او بوټان او په ب ګروپ کې افغانستان، هندوستان او د مالديف لوبډلې برخه اخلي.
سرچينه کاږي، چې په دې سياليو کې د سريلانکا او پاکستان لوبډلې برخه نه اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن