ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال دوستم پوځي يونيفورم واغوست

author avatar
10 Aug 2015 - 19:15
author avatar
10 Aug 2015 - 19:15

ميمنه (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): د ولسمشر لومړى مرستيال فارياب کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې په پوځي جامو کې تر سترګو شوى او د طالبانو د نومول شوي والي اډه د هغه په مستقيم امر سره د امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

 تېره اونۍ جنرال عبدالرشيد دوستم په قيصار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په ډله کې ويلي و، چې نوموړى د ولسمشر د مرستيال په توګه فارياب ته راغلى، نه د ملېشې جوړونې په موخه او خلکو او امنيتي ځواکونو ته مشوره او لارښوونه کوي.

 هغه زياته کړې وه: " له خپلو ملکي جامو سره له تاسو سره يم او که طالبان خپلې وسلې پر ځمکه کېنږدي نو په دې نکټايۍ سره به هغوى له منځه يوسم."

خو نن په پوځي جامو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې تر سترګو کېده.

د ولسي جرګې غړى ډاکټر نقيب الله وايي، چې جنرال دوستم په المار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ په پوځي جامو کې د ټانک پر سر ليدل شوى دى.

فايق پژواک خبري اژانس ته وويل: " نيمه شپه جنرال دوستم پخپله د امنيتي ځواکونو ترڅنګ تللى او د وسلوالو طالبانو د ځالو د ړنګولو امر يې کړى دى، چې تر سهاره پورې څو سيمې پاکې شوې دي."

د ولسي جرګې ياد غړي زياته کړه، د ميرشادي سيمه چې د وسلوالو طالبانو د نومول شوي والي قاري صلاح الدين او بهرنيو کسانو په ځانګړي ډول د ازبکستانيانو اصلي اډه وه، د ولسمشر د لومړي مرستيال په مستقيم امر د امنيتي ځواکونو لاس ته غورځېدلې ده.

د هغه په وينا، د المار ولسوالۍ تربت سيمه هم چې له تېرو دريو کلونو راهيسې د طالبانو په واک کې وه، پاکه شوې او په دغه جګړه کې د لومړي مرستيال سربېره د دوستم دوه زامن، يارمحمد او باتور دوستم چې پوځي زده کړې کوي؛ له خپل پلار او دولتي سرتېرو سره اوږه په اوږ په پوځي جامو کې ليدل شوي دي.

فايق زياته کړه، چې  جنرال دوستم د پاکو شويو کليو خلکو ته په خپل لاس سره غذايي توکي وېشلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د فېسبوک په ټولنيزو پاڼو کې يو شمېر کسانو پر ولسمشر او د حکومت پر اجراييه مشر نيوکې کړې او ليکلي يې دي، چې دوى د واک د وېش په فکر کې دي، خو جنرال دوستم د جګړې په لومړۍ کرښه کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دى.

يوې امنيتي سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې په دغو عملياتو کې د المار قره تپه سيمه هم د طالبانو له واک وتلې ده.

امنيتي سرچينو ويلي چې په دغو عملياتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د جزياتو په اړه به يې په راتلونکي کې معلومات وړاندې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.