د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان د فوټبال تنکيو ځوانانو لوبډلې د اسيايي سياليو اتلولي خپله کړه

د افغانستان د فوټبال تنکيو ځوانانو لوبډلې د اسيايي سياليو اتلولي خپله کړه

Aug 10, 2015 - 16:42

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): د افغانستان د فوټبال د تنکي ځوانانو ملي لوبډلې په کوريا کې د فوټبال د اسيايي سياليو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون وياند سيدعلي کاظمي د زمري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ تېره اونۍ د سوېلي کوريا په پلازمېنه سيول کې په لاره اچول شوې وې.

هغه زياته کړه چې د افغانستان د ١٢ کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې وکولى شول چې په دې سياليو کې د بنګله دېش، د سوېلي کوريا، الف او ب لوبډلو ته ماتې ورکړه.

د علي په وينا، د افغانستان لوبډلې له ختيځ تيمور سره لوبه مساوي پاى ته ورسوله او په دې اساس د زياتو نومرو په ترلاسه کولو سره يې د دغو سياليو اتلولي خپله کړه.

بلخوا  د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي چې  د سوېلي اسيا هېوادونو د ١٩ کلنو فوټبال لوبډلو د سياليو لپاره پچه اچونه ترسره شوه.

کاظمي وويل چې دا سيالۍ د زمري په ٢٩مه په نيپال کې ترسره کېږي، د سوېلي اسيا د شپږو هېوادونو لوبډلې په کې برخه اخلي.

د نوموړي په وينا، د پچې اچونې له مخې په الف ګروپ کې نيپال، بنګله دېش او بوټان او په ب ګروپ کې افغانستان، هندوستان او د مالديف لوبډلې برخه اخلي.

سرچينه کاږي، چې په دې سياليو کې د سريلانکا او پاکستان لوبډلې برخه نه اخلي. 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement