ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوږياڼو زون عملياتو کې تر ١٠٠ ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خوږياڼو زون عملياتو کې تر ١٠٠ ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
10 Aug 2015 - 13:12
د خوږياڼو زون عملياتو کې تر ١٠٠ ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
10 Aug 2015 - 13:12

جلال اباد (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې د ننګرهار په خوږياڼو زون کې د پيل شوو عملياتو پر مهال تر اوسه څه باندې سلو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د (وسپنيز مثلث) په نوم د ملي اردو په مشرۍ پيل شوي عمليات د ننګرهار په خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسوالۍ کې روان دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياءعبدالزي د زمري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د والي په مشرۍ د دغه ولايت اوونيزه امنيتي غونډه پرون د خوږياڼو ولسوالۍ په مرکز کې جوړه شوې وه.

هغه زياته کړه، په دې غونډه کې د ولايت امنيه قوماندان، د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان، د ملي امنيت رييس، د ۳۰۱ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال ولي خان شينواري او ګڼ شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

عبدالزي وويل چې د  غونډې پر مهال د روانو عملياتو په لاسته راړونو او څرنګوالي، د ښار او ولسواليو پر امنيتي تدابيرو او د خپلواکۍ ورځې ۹۶يمې کالېزې د امنيت په اړه خبرې وشوې.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدزمان وزيري يادې غونډې ته وويل چې د مثلث اوسپنيز عملياتو بهير په ډېر ښه ډول روان دی، مخالفين د دوی له ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري.

هغه زياته کړه چې تر اوسه د دغو عملياتو په ترڅ کې ٧١ وسله وال مخالفين وژل شوي، ٣٧ تنه يې ژوبل شوي او ٨٣ ماينونه کشف او شنډ شوي دي.

جنرال وزيري ويلي، افغان ځواکونه په پوره مورال او غښتلې روحيې سره د جګړې ډګر کې مخالفينو ته ماتې ورکړې او تر هغه به د خپلو خلکو ساتنې او دفاع دوام ورکړي چې ټولې ساحې د مخالفينو له دوامداره شتون څخه پاکې شي

.ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمدشېرزاد په عملياتو کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان په هڅو د ښې همغږۍ څخه يادونه وکړه ، چې د واحدې او ګډې رهبرۍ لاندې ټولې چارې په منظم ډول روانې دي.

شېرزادى وايي، د عملياتو پر مهال هغه کسان، چې نيول کېږي، لومړی فلتر او وروسته يې په اړه تصميم نيول کېږي.

.
د ننګرهار د ملي امنيت رييس جنرال داد محمد حريفي د روان امنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او د امنيتي ارګانونو وروستۍ قربانۍ او لاسته يې راوړنه يې دبل هر وخت په پرتله مهمې او د پام وړ وبللې

.د ننګرهار والي سليم خان کندوزي له امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې په سختو حالاتو کې يې دا  عمليات په لاره اچولي او د خپلو هېوادوالو د امنيت لپاره هلې ځلې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.