ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګرشک ولسوالۍ د ودانۍ په انګړ کې چاودنه شوې

د ګرشک ولسوالۍ د ودانۍ په انګړ کې چاودنه شوې

author avatar
10 Aug 2015 - 13:40
د ګرشک ولسوالۍ د ودانۍ په انګړ کې چاودنه شوې
author avatar
10 Aug 2015 - 13:40

لښکرګاه (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): څو شېبې وړاندې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه چاودنه وشوه.

 د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن شاه محمود اشنا پژواک ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د ګرشک ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه چاودنه وشوه.

اشنا وايي: ((دغه چاودنه وروسته له هغه رامنځته شوه چې يوه ځانمرګي، چې چاودېدونکي توکي يې په بوټانو کې ځاى پر ځاى کړي وو، غوښتل چې د ولسوالۍ مقام ته ننوځي خو پوليس پرې پوه شول او ځانمرګي منډه کړه او بوټان يې له پښو ووتل او چاودنه رامنځته شوه.))

هغه وايي چې ځانمرګى بريد کوونکى ژوندى نيول شوى دى.

د ګرشک ولسوالۍ يوې دولتي سرچينې هم  پژواک ته ياده چاودنه تاييد کړه او ويې ويل چې ځانمرګى ژوندى نيول شوى او د اروزګان ولايت اوسېدونکى دى.

سرچينه وايي چې د چاودنې پر مهال په ولسوالۍ کې دننه غونډه روانه او په دې غونډه کې د نورو چارواکو سربېره په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي معلم ميرولي هم شتون درلود.

هغه وايي چې په چاودنه کې چا ته زيان نه دى اړولى.

د ګرشک ولسوالۍ د  ټولنيزې شورا غړي حاجي بهلول پژواک ته وويل چې په ياده چاودنه کې دوه عام وګړي ټپيان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.