ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښار جوړونې وزارت شل نور کارکوونکي پر فساد تورن شول

د ښار جوړونې وزارت شل نور کارکوونکي پر فساد تورن شول

author avatar
11 Aug 2015 - 15:34
د ښار جوړونې وزارت شل نور کارکوونکي پر فساد تورن شول
author avatar
11 Aug 2015 - 15:34

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): لويه څارنوالي وايي چې د ښار جوړونې وزارت د شپږو جګپوړو چارواکو ترڅنګ چې د پراخ مالي فساد په تور نيول شوي دي، د دغه وزارت ٢٠ نور کارکوونکي هم په فساد کې د لاس لرلو په تور تر څېړنو لاندې دي.

د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي چې نن يې  کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل چې په دې وروستيو کې د ښارجوړونې وزارت د بېلابېلو رتبو کارکوونکي چې په اداري فساد کې ښکېل وو، له پېژندنې وروسته، څېړنې ترې روانې دي.

د هغه په وينا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ياد کسان د اپارتمانونو په خرڅولو،  ښارګوټو ته د جواز ورکولو او  په شخصي جېبونو کې د ميليونونو ډالرو د بيت المال په زېرمه کولو کې لاس لري.

هغه شخصي جېبونو کې د زېرمه شوو پيسو اندازه په ګوته نه کړه او ويې ويل چې د اختلاس شوو پيسو اندازه به د محکمې له لوري څرګنده شي او تر راتلونکې اوونۍ به د يادو کسانو دوسيه اړوندې محکمې ته واستول شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال د غبرګولي په ٧مه د مالي فساد او بډو اخيستنې په تور د ښارجوړونې وزارت د شپږو لوړپوړو چارواکو دندې  وځنډولې او له هېواده بهر د هغوى د نه تللو امر يې صادر کړ.

په دې شپږو کسانو کې  د کور جوړونې تصدۍ مشر احمد نواز بختيار، د اپارتمانونو چارو د انسجام دفتر مسوول محمد امين قانع، په مرکز کې د ښارجوړوني رييس احمدشاه همت، د املاکو او اسکانو مشر محمد امين امين، د پلان او پاليسي مشر انجينر ګل رحيم زيارمل او د اپارتمانونو چارو د انسجام  دفتر مالي مسوول سيدامان سادات شامل دي.

د لويې څارنوالۍ وياند وايي چې د دغو شپږو کسانو دوسيه بشپړه شوې او د دعوا د اقامې لپاره له فساد سره د مبارزې څارنوالۍ ته استول شوې ده.

د هغه په وينا، دا شپږ کسان په اداري فساد، اختلاس، له دندو په ناوړې ګټې اخيستو او شخصي جېبونو ته د بيت المال دميليونونو ډالرو پر اچولو تورن دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.