ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هغه ماشومان چې د بچه بازۍ قرباني کېږي بايد ساتنه او ملاتړ ترې وشي”

“هغه ماشومان چې د بچه بازۍ قرباني کېږي بايد ساتنه او ملاتړ ترې وشي”

author avatar
11 Aug 2015 - 18:42
“هغه ماشومان چې د بچه بازۍ قرباني کېږي بايد ساتنه او ملاتړ ترې وشي”
author avatar
11 Aug 2015 - 18:42

کندوز (پژواک،٢٠ زمرى ٩٤): د شمال ختيځ زون د بشر حقونو خپلواک کمېسيون، د دې ترڅنګ چې د بچه بازۍ پديدې له پراخېدو اندېښمن دى؛ له حکومته يې غوښتي چې د يادې پديدې له خطر او قربانۍ سره له مخ کېدونکو ماشومانو ساتنه او ملاتړ وکړي.

 د دغه کمېسيون مشر حيات الله اميري په هغه غونډه کې چې نن د کندوز ښار په ميډيوټيک ټولنيز مرکز کې تر سره شوه، وويل چې له دې سره-سره چې په هېواد کې د بچه بازۍ عمل له پراخېدو څخه د رسنيو له لارې خپل اندېښنې څرګندې کړې، خو دا پديده ګډ کار او مبارزې ته ګډه او دوامداره اړتيا لري.

نوموړي په کندوز کې د هغو ځانګړو ځايونو په اړه څه ونه ويل، چې د بجۍ بازۍ کړنې په کې تر سره کېږي، خو زياته يې کړه: "که چېرې مسوول بنسټونه، مدني بنسټونه، ديني عالمان، سپين ږيري او د ټولنې نور قشرونه له يادې پديدې بايد کرکه اعلان کړي او پر وړاندې يې سخته مبارزه او غبرګون وښودل شي او عاملين يې بايد امنيتي بنسټونو ته وسپاري، نو د وخت په تېرېدو سره به دغه پديده راکمه شي."

د شمال ختيځ زون د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مشر همدارنګه له دولت وغوښتل چې قرباني ماشومان د هغوى د محرميت په ساتلو سره وپېژني او له هغوى او له خطر سره له مخ ماشومانو ساتنه او ملاتړ وکړي او د ماشومانو د رواني سلامتۍ بيرته راګرځولو لپاره جدي تدابير په پام کې ونيسي او له رواني اړخه د هغوى درملنه وکړي.

اميري وويل، له دې امله چې د جزا په قانون کې د هغو د عاملينو د مجازاتو لپاره کومه ځانګړې ماده شتون نه لري، ياده پديده تر اوسه پورې د خلکو په منځ کې شتون لري. هغه له حکومت وغوښتل؛ له هغه وړاندې چې د جزا قانون تصويب شي، په مادو کې يې تعديل بايد رامنځته کړي.

يوه مدني فعال ميرعوض محمد وويل، چې حکومت د بچه بازۍ پديدې د عاملانو لپاره جزا وټاکي، څو د نورو لپاره د عبرت درس وګرځي او په دغه کار لاس پورې نه کړي.

دغه مدني فعال زياته کړه، که څه هم دغه پديده د خلکو په مينځ په ځانګړي ډول د کليو او بانډو په اوسېدونکو کې د عامه پوهاوي په زياتېدو سره د يادې پديدې کچه راکمه شوې، خو تر اوسه پورې د غيرقانوني وسله والو قوماندانانو تر منځ دوام لري او بايد حکومت يې مخنيوى وکړي.

هغه زياته کړه چې دغه قوماندانان په خان اباد، کلا زال او علي اباد ولسواليو کې فعاليت لري، هر يو يې له له يوې څخه تر دريو بجو پورې ساتي او د بې روزګارۍ په وختونو کې يې هر يوه ته په پښو کې د ګونګړيو په اچولو او د ښځو د جامو په وراغوستلو هغوى ګډوي او له هغوى جنسي ګټه هم اخلي.

د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيدسرور حسيني وويل، که چېرې په دې اړه له هر چا شکايت تر لاسه کړي نو پوليس به يې د نيولو ګام پورته کړي او اړونده سرچينو ته به يې تسليم کړي.

د شمال لوېديځ زون (کندوز، بدخشان، تخار او بغلان) د بشر حقونو کمېسيون چارواکو له حکومت وغوښتل چې له غيرقانوني وسلوالو څخه وسلې ټولې کړي او له بې قانونۍ، سرغړونې او بې نظمۍ څخه په مخنيوي کې پرېکنده ګام اوچت کړي.

د يادولو ده چې په کندوز ولايت کې شا وخوا اوه زره غيرقانوني وسلوال فعاليت کوي چې ډېرى يې د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې جګړه کوي. دولت که څه هم څو ځلې د هغوى د بې وسلې کولو خبرې کړې، خو تر اوسه پورې دغه خبري عملي شوې نه دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.