ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال رازق: د هلمند جګړه له پاکستانه رهبري کېږي

جنرال رازق: د هلمند جګړه له پاکستانه رهبري کېږي

author avatar
12 Aug 2015 - 10:57
جنرال رازق: د هلمند جګړه له پاکستانه رهبري کېږي
author avatar
12 Aug 2015 - 10:57

لښکرګاه (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): د کندهار ولايت امنيه قوماندان چې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د عملياتو قومانده يې پر غاړه لرله، وايي چې په دې جګړه کې د هلمند ولس ښکېل نه دى، بلکې دا جګړه نېغ په نېغه له پاکستانه رهبري کېږي.

وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې د هلمند نوزاد ولسوالي د يوې ورځې لپاره نيولې وه، خو د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق په مشرۍ دولتي ځواکونو و کولى شول چې دغه ولسوالي بېرته له هغوى ونيسي.

جنرال رازق د زمري په ٢٤مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه چې د هلمند جګړې له پاکستانه رهبري کېږي.

هغه زياته کړه چې له پاکستانه د وسله والو لپاره امکانات او مهمات راوړل کېږي او نېغ په نېغه له هغه ځايه ورته حکم کېږي.

جنرال رازق وويل چې د هلمند په جګړه کې د دغه ولايت ولس ښکېل نه دى او نه هم دوى جګړې ته لېوال دي.

نوموړي زياته کړه چې د نوزاد ولسوالۍ تر څنګ د دغه ولايت د نورو ولسواليو او په مرکز کې خلکو او امنيتي مسوولينو خپلې ستونزې په ډاګه کړې او يو شمېر وړانديزونه او غوښتنې يې کړې دي چې دى به يې له مرکز څخه شريکوي.

د کندهار امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت عمده ستونزې د امنيتي ځواکونو د وسلو او تشکيلاتو کمښت او د مالي امکاناتو او اسانتياوو نشتوالى دى.

دى وايي چې د دغه ولايت ستونزې ډېرې دي او ډېر کار ته اړتيا لري، خو نوموړي مرکزي دولت تورن کړ چې د هلمند لپاره يې هېڅ کار نه دى او دا ولايت يې له پامه غورځولى دى.

نوموړي دغه راز وويل چې په دغه ولايت کې د سرتېرو غير حاضري لويه ستونزه ده او بله دا چې د وژل شوو دولتي سرتېرو پر ځاى نور سرتېري نه ګومارل کېږي چې له امله يې تشکيلات کم شوي دي.

جنرال رازق زياتوي چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو او کانونو په قاچاق کې امنيتي مسوولين او وسله وال طالبان لاس لري.

هغه له دولته وغوښتل چې د هلمند په ټولو ولسواليو او سيمو کې سيمه ييز پوليس فعال او امکانات ورته برابر کړي. 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.