کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړى استازى وايي چې د پاکستان پر وړاندې د افغان دولت نوې تګلاره د درک وړ بولي.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د المان ځانګړي استازي سابين سپارواسر دغه څرګندونې نن د ملي امنيت له سلاکار محمدحنيف اتمر سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړه، په دې لېدنه کې د افغانستان او المان پر دوستانه اړيکو، له افغانستان سره د المان د همکاريو او مرستو پر دوام او همدارنګه د اقتصادي ودې او امنيت د ټينګښت لپاره د افغانستان پر اوږودمهال لرليد خبرې وشوې.
د دې ليدنې پر مهال د المان فدرالي جمهوريت ځانګړې استازې و ويل چې هېواد يې د پاکستان پر وړاندې د افغان دولت نوی سياست د درک وړ بولي او د دواړو هېوادو تر منځ د ښو اړيکو پلوي کوي.
غورځنګ وايي، په دې ليدنه کې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر ويلي چې له ګاونډيو هېوادونو سره دوستانه اړيکې د افغانستان د بهرني سياست تر ټولو ستر لومړيتوب دی.
اتمر زياته کړې، له پاکستان سره د باوري اړيکو رامنځته کېدل د ولسمشر محمد اشرف غني د اته فقره ييز ليک د غوښتنو په اړه د ياد هېواد په اقداماتو پورې اړه لري.
د ملي امنيت سلاکار، پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر په اړه هم يادونه وکړه او ويې ويل چې افغان پلاوی به له پاکستاني لوري سره د دغه هېواد د راتلونکې همکارۍ په اړه مشخصې خبرې وکړي.
ټاکل شوې دغه پلاوى سبا اسلام اباد ته سفر وکړي، په دغه پلاوي کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزى او د ملي امنيت لوى رييس رحمت الله نبيل شامل دي.
د اتمر په وينا، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپلو خلکو او خاورې د ساتنې لپاره له خپلو ټولو ملي امکاناتو ګټه اخلي.
د يادونې ده، په دې ليدنه کې په کابل کې د المان سفير ښاغلي مارکوس پوټزل هم ګډون درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن