ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوزاد – ګرشک د سړک پخولو چارې پيل شوې

د نوزاد – ګرشک د سړک پخولو چارې پيل شوې

author avatar
12 Aug 2015 - 18:24
د نوزاد – ګرشک د سړک پخولو چارې پيل شوې
author avatar
12 Aug 2015 - 18:24

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ زمری ۹۴): د هلمند د ګرشک او نوزاد ولسواليو تر منځ د سړک جوړولو چارې د زمري په ٢١مه پيل شوې.

د هلمند د فوايد عامې رييس اهل الله عبيدي د دې پروژې د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دواړو ولسواليو تر منځ واټن ډېر دى، خو دوى اوسمهال د ٤٥ کيلومتره سړک جوړولو پلان لري.

هغه زياته کړه نن يې له ٤٥ کيلومترو څخه د ١٥ کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل کړې چې ٩ متره سور لري او پر اووه مترو يې قير اچول کېږي.

عبيدي وايي، پر دې پروژې ٢٥٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د نړيوال بانک له خوا ورکول کېږي.

د فوايد عامې رييس وويل، د دغه سړک د لومړي پړاو چارې به په ١٤ مياشتو کې او تر هغې وروسته به د ١٥ کيلومترو نور سړک چارې پيل شي چې په څو برخو کې به يې ٤٥ کيلومتره ساحه په پاخه او اساسي ډول جوړه  شي.

د هلمند والي ميرزاخان رحيمي د دې پروژې د پيل پر مهال په ګرشک ولسوالۍ کې خبريالانو ته وويل، په پلان کې لري چې د دې تر څنګ په دغه ولايت کې د بيارغونې نورې پروژې هم پيل کړي.

د هغه په وينا، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې له شوي قرارداد څخه پرته د سړک جوړېدو په چارو کې لاسوهنه وکړي او د شخصي ګټو په موخه د سړک کيفيت خراب کړي.

رحيمي زياته کړه، د همدې سړک له جوړېدونکي شرکت سره به د هر ډول ستونزو په هواري کې مرسته وکړي، په ځانګړې توګه د امنيت په برخه کې به ډېره پاملرنه کوي.

د ګرشک ولسوال محمد فهيم موسی زوی پژواک ته وويل، د دې سړک په جوړېدو سره به نه يواځې د نوزاد اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزه هواره شي، بلکې پر امنيت به هم ښه اغېزه وکړي.

د نوزاد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ميرزا محمد چې اوس په ګرشک کې اوسېږي، پژواک ته وويل، دوى تر اوسه پر دې لاره ډېرې ستونزې لرلې، طالبانو پر خامه لاره ماينونه اېښودل چې له امله يې ډېرى مهال ملکي وګړو مرګ ژوبله اوښته.

دى وايي ، د دې سړک جوړېدو سره به دوى په اسانه تګ راتګ وکړي او خپل ناروغان به هم په خپل وخت روغتونونو ته رسوي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.