ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوليسو په ځينو برخو کې د اصلاحاتو لپاره کمېسيون جوړ شو

د پوليسو په ځينو برخو کې د اصلاحاتو لپاره کمېسيون جوړ شو

author avatar
12 Aug 2015 - 15:41
د پوليسو په ځينو برخو کې د اصلاحاتو لپاره کمېسيون جوړ شو
author avatar
12 Aug 2015 - 15:41

کابل (پژواک، ۲۱ زمرى ۹۴): د کورنيو چارو وزارت وايي، په راتلونکي يو کال کې به د پوليسو تر منځ د تېزو برېښنايي او عملياتي اړيکو شبکه جوړه او د پوليسو په بېلابېلو برخو کې به اړين اصلاحات راوستل شي.

د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د دې چارو د ترسره کولو لپاره "د امنيتي او ترافيک پوليسو د تخنيکي او روزنيزو څانګو د حقوقي او تخنيکي اصلاحاتو" کمېسيون جوړ شوى او نن يې پر کار پيل وکړ.

هغه وايي، په پوليسو کې ځکه اصلاحاتو ته اړتيا ليدل کېږي چې يو شمېر پوليس د بشري حقونو په نقض، له واک نه په ناوړه ګټې اخيستنې او په سترو سازمان شوو جرمونو کې د ګډون په تور، تورن دي.

دى زياتوي:"اوس د دې وخت دى چې دغه تورونه وڅېړل شي او د شتون په صورت کې يې پر وړاندې جدي اقدامت ترسره شي."

دغه راز ده وويل چې په نړۍ او افغانستان کې په تکنالوجۍ او نورو بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي، خو د افغانستان د پوليسو اړوند قوانين زاړه دي او په کار ده چې تعديل او اصلاحات په کې راوستل شي؛ تر څو له مخې يې د پرمختللو سازمان شوو جرمونو او بريدونو مخه ونيول شي.

علومي وويل چې په دې برخه کې د بهرنيو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ادارې، اروپايي ټولنې او يو شمېرو نورو مرسته کوونکو هېوادونو د مرستو ژمنې کړې دي.

په کورنيو چارو وزارت کې د بهرنيو ځواکونو د "غوڅ ملاتړ ماموريت" سلاکار پتريک ويليمز (Patrick Williams) وويل چې د غوڅ ملاتړ ماموريت به  په دې برخه کې د کورنيو چارو له وزارت سره مالي او تخنيکي مرستې وکړي.

دغه راز په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د عامه اړيکو د دفتر غړي حامد غياثي هم وويل چې اروپايي ټولنه به په دې برخه کې د کورنيو چارو له وزارت سره مالي او تخنيکي مرستې وکړي.

د ده په وينا، اروپايي ټولنه چمتو ده چې د دغواصلاحاتو او کړنو د ښه سمون په موخه د کورنيو چارو وزارت ته سلاکاران هم ور وپېژني.

د امنيتي او ترافيکو د تخنيکي او روزنيزو څانګو د حقوقي او تخنيکي اصلاحاتو د کمېسيون مشر لوی پاسوال مېرزامحمد يارمند نن په يوه بله خبري ناسته کې وويل چې ياد کمېسيون به د پوليسو د بېلابېلو برخو اړتياوې وڅېړي او د ستونزو د لرې کولو لپاره به يې اړينې کړنې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.