د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د خبريالانو پر وړاندې د ګواښونو څېړنې د څار کمېټه جوړه شوه

بلخ کې د خبريالانو پر وړاندې د ګواښونو څېړنې د څار کمېټه جوړه شوه

Aug 13, 2015 - 18:56

مزارشريف )پژواک ٢٢ زمرى ٩٤): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون په کچه د خبريالانو پر وړاندې د شته ګواښونو او دهغه په اړه د شويو پېښو د څېړنو د څارنې په موخه کمېټه جوړه شوه.

د دغې کمېټې د شتون اعلان د زمري په ۲۲مه، مزارشريف کې پر يوه خبريال د وسله وال بريد پر وړاندې د خبري ناستې په ترڅ کې  وشو.

د دوچيويلې المان پر خبريال او د ارزو تلويزيون د خبرونو وياند عبدالحميد ساپي باندې تېره شپه د مزارشريف ښار او کود برق سيمې پر لويه لاره وسله وال بريد شوی، چې نوموړي ته په کې زيان نه دی اوښتی.

ساپي، چې په مزارشريف ښار کې يې د شمال زون د خبريالانو په ټولنه کې په همدې تړاو په خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل چې تېره شپه له تلويزيون څخه د کور په نيت د کود برق سيمې پر لور روان و، چې د دهدادي ولسوالۍ په سيمه کې يې مخې ته يو موټرسايکل ودرېد، چې دوه پوزپېچي کسان پرې سپاره وو.

نوموړي زياته کړه، يوه يې ده ته د موټر د درېدو اشاره ورکړه؛ خو ده له لږ ځنډ ورو کېدو څخه وروسته موټر تېز کړ او وروسته يې پسې ډزې وکړې.

د هغه په وينا، له دې وروسته يې پوليسو ته خبر ورکړ او هغوی د ځای د کتنې په موخه ور ورسېدل.

ساپي وويل، ده ته هېڅ ډول زيان نه دی اوښتى، خو کرولا موټر يې زيانمن شوی دی.

د نوموړي موټر، چې له خبري ناستې وروسته خبريالانو ته وښودل شو، وروستنۍ ښيښه يې ماته وه او يو نيم ځا پرې د مرميو د لګېدو نښې هم وې.

په ياده خبري ناسته کې د شمال زون د خبريالانو د ټولنې مسوول ګلاب شاه باور وويل، چې حکومت د خبريالانو د ساتنې په برخه کې پړ دی.

نوموړي زياته کړه، په تېرو څو مياشتو کې په بلخ ولايت کې دوو خبريالانو ژوند له لاسه ورکړی او ځينې يې له بېلا بېلو لارو ګواښل شوي دي.

د هغه په خبره، لا هم د هېڅ خبريال دوسيه نه ده څېړل شوې او رسنيو سره يې هېڅ ډول معلومات نه دي شريک شوي.

په مزارشريف ښار کې د شمال زون د نى دفتر مسوول نوراغا شريفي وويل، د خبريالانو پر وړاندې د شتو ګواښونو او د هغوی د پېښو د دوسيو څېړلو کې بايد حکومت او په ځانګړې توګه امنيتي چارواکي ګړندي ګامونه واخلي.

نوموړي زياته کړه، نن په همدې موخه په مزارشريف کې د شمال زون په کچه د خبريالانو اړوندو ټولنو د خبريالانو د دفاع او ننګې کمېټه جوړه کړه، چې بايد په روانه اوونۍ کې له حکومتي او امنيتي چارواکو سره وګوري.

هغه چې د يادې کمېټې مسووليت ورسپارل شوی، وويل، په دغه کمېټه کې ورسره د شمال زون د خبريالانو د ټولنې، د خبريالانو د مصوونيت ټولنې او ميديوتيک ارشد غړي شامل دي.

د يادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې په مزارشريف ښار کې د حامد مقتدر په نامه خبريال او ليکوال ځان زندۍ کړ، چې لا يې هم د وژنې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.

 

 

 

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan