کابل ( پژواک، ٢٢ زمرى ٩٤ ) : د تاجکستان امنيتي منسوبينو د نشه يي توکو د قاچاق په تور پنځه افغانان نيولي دي.
ځايي رسنيو ددغه هېواد د ګمرک ادارې د چارواکو او پوليسو په حواله د زمري په ٢٢مه خبر ورکړى چې ياد کسان په دوو بېلا بېلو پېښو کې له ١٣٠ کيلو ګرامه نشه يي توکو سره د افغانستان او تاجکستان ګډې پولې ته څېرمه نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې څلور افغانان په يوه پېښه کې او يو بل افغان له يوه ځايي وګړي سره په بله پېښه کې نيول شوي دي.
ځايي چارواکو ويلي، چې له نيول شويو کسانو پلټنې پيل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن