ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال د ځوانانو ملي لوبډلې مالديپ ته ماتې ورکړه

د فوټبال د ځوانانو ملي لوبډلې مالديپ ته ماتې ورکړه

author avatar
13 Aug 2015 - 08:34
د فوټبال د ځوانانو ملي لوبډلې مالديپ ته ماتې ورکړه
author avatar
13 Aug 2015 - 08:34

کابل ( پژواک، ٢٢ زمرى ٩٤ ) : په نيپال کې د سارک هېوادونو د فوټبال له  ١٩ کلونو څخه د کم عمره  لوبغاړو سياليو کې افغانستان مالديپ ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي د  زمري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ پرون په نيپال پيل کې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې  په دې سياليو کې د سارک سازمان د شپږو هېوادونو لوبډلې برخه اخيستې چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

کاظمي وويل چې په الف ګروپ کې نيپال، بنګله دېش او بوتان او په ب ګروپ کې افغانستان، هندوستان او د مالديپ لوبډلې شاملې دي.

د نوموړي په وينا، افغانستان پرون په خپله لومړۍ لوبه کې مالديپ لوبډلې ته څلور پر دوه ګولونو ماتې ورکړه.

افغانستان به خپله دويمه لوبه سبا د نيپال پر وړاندې ترسره کوي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.