ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ملېشو جوړونې پر ځاى دې ملي ځواکونه پياوړي شي”

“د ملېشو جوړونې پر ځاى دې ملي ځواکونه پياوړي شي”

author avatar
13 Aug 2015 - 14:27
“د ملېشو جوړونې پر ځاى دې ملي ځواکونه پياوړي شي”
author avatar
13 Aug 2015 - 14:27

کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٤): د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد، په هېواد کې له ملېشه جوړونې سره مخالفت وکړ او ويې ويل چې له هېواد څخه د دفاع لپاره بايد ملي ځواکونه پياوړي شي.

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد نن خپل دريځ کابل کې په هغې خبري ناسته کې څرګند کړ چې د دې ګوند مهمو غړيو د پوهنې پخواني وزير ډاکټر فاروق وردګ، قاضي محمد امين وقاد، د پکتيا پخواني والي سترجنرال جمعه خان همدرد، وحيدالله سباوون، همايون جرير او نورو په کې برخه لرله.

د دغه اتحاد په خبرپاڼه کې چې قاضي محمد امين وقاد په ياده خبري ناست کې ولوسته راغلي، په دې وروستيو کې اورېدل کيږي چې د هېواد په شمال او يو شمېر نورو سيمو کې د ځينو ګوندونو او ځانګړو کړيو له خوا وسلې او پېسې وېشل  کيږي.

د سرچينې په وينا چې دغه کار د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد اندېښمن کړی دی.

 وقاد زياته کړه :"ملېشه سازي په هېواد کې کورني جنګونه رامنځته کوي، خلک ګواښي او د ډېرو فسادونو لپاره لاره پرانيږي ،موږ   شاهد وو چې ملېشو  ۲۳ کاله دا مملکت له ډېر بد خطر سره مخ کړی وو."

هغه وويل :"موږ ددې مخالف نه يو چې څوک دې له هېواد څخه دفاع نه کوي خو که څوک غواړي د مخالفينو پر وړاندې ودريږي، نو د ملي ځواکونو په ليکو کې دې داخل شي، نه د يو مستقل حرکت په ډول."

په دې وروستيو کې د ولسمشر لومړي مرستيال او د ملي جنبش ګوند مشر سترجنرال عبدالرشيد دوستم، د حکومت د اجرايي رياست دويم مرستيال او د "وحدت مردم افغانستان" ګوند مشر محمد محقق او د بلخ سرپرست والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور ويلي، غواړي چې په شمال کې د دولت د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه خلک بسيج کړي.

وقاد په نننۍ خبرې ناسته کې دا هم وويل چې د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد په کابل او د هېواد په نور سيمو کې وروستي ترهګريز بريدونه غندي او په هېواد کې د جګړې د پاى ته رسېدو غوښتونکى دى.

د هغه په وينا، دغه اتحاد له هغو هڅو ملاتړ کوي چې په هېواد کې د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره کېږي.

وقاد زياته کړه:" د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد باور لري چې د سولې خبرې بايد د افغانستان د دولت په زعامت او مديريت او د نړيوالې ټولنې او د سيمې د مهمو هېوادونو په ملاتړ تر سره شي."   

د ده په وينا، دغه اتحاد د نړۍ له پياوړو هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې له افغانستان سره مرسته  وکړي.

هغه وويل چې د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد په هېواد کې د سياسي او اقتصادي فساد او نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې خپل انزجار څرګندوي او له دولتي چارواکو غواړي چې د دې ستونزو د مخنيوي لپاره اړين اقدامات وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.