د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيکا ځينې اوسېدونکي : سيمه ييزو پوليسو د امنيت ټيګښت کې مهم رول لوبولى

د پکتيکا ځينې اوسېدونکي : سيمه ييزو پوليسو د امنيت ټيګښت کې مهم رول لوبولى

Aug 13, 2015 - 16:51

ښرنه(پژواک،٢٢زمرى٩٤): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې سيمه ييزو پوليسو د امنيت په ټيګښت کې مهم رول لوبولى، خو دا چې مسلکي نه دي خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې چې د سولې او جګړې د انسټيټيوټ له خوا په مرکز ښرنه کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د يوسف خېلو ولسوالۍ ديني عالم مولوي عبدالمنان وويل چې په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو تر فعاليدو وروسته، په امنيتي چارو کې د پام وړ بدلون راغلى دى.

خو هغه وايي چې سيمه ييزو پوليسو بيا په بېلابېلو نومونو خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه : ((په دې ولسوالۍ کې يو خو سيمه ييز  پوليس د سيمې اوسېدونکي نه دي او بل دا چې غير مسلکي دي، بې ځايه خلک وهي او خپلسري قوانين پلي کوي.))

د مرکز ښرنې قومي مشر ډاکټر بشير وايي چې د کورنيو چارو وزارت بايد هغه کسان د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې پر دندو  وګوماري چې د سيمې اوسېدونکي او مسلکي وي.

هغه زياته کړه : (( سيمه ييزو پوليسو ته بايد لازمې زده کړې ورکول شي ترڅو خلکو سره په سيمه کې سم چلند وکړي.))

دغه راز د مدني ټولنې غړى ميوند بيا وايي چې په يحيى خېلو ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو له هغو کورنيو سره ډير بد چلند وکړ چې د کورنۍ غړي يې له طالبانو سره و.

هغه وايي چې يادې کورنۍ اوس ګډه کولو ته اړ شوې دي.

ميوند زياته کړه : (( مخکې له دې چې سيمه ييز پوليس پر دندو وګومارل شي اول بايد روزنه وګوري او له خلکو سره د چلند کولو طريقې زده کړي.))

خو په ياده غونډه کې د پکتيکا د ولايتي شورا غړي مبين فقير زاده وويل چې د سيمه ييزو پوليسو په جوړېدو سره د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې د امنيت په ټينګښت کې د پام وړ بدلون راغلى دى.

د هغه په وينا، کومو سيمو کې چې  بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو ونه شواى کولى امنيت ټينګ کړي هلته سيمه ييزو پوليسو امنيت ټينګ کړى.

فقير زاده له دولت نه غوښتنه وکړه چې د سيمه ييزو پوليسو تنخواوې لوړې، وسلې او نور تجهيزات ورکړي ترڅو په هېواد کې امنيت ټينګښت ومومي.

سيمه ييز پوليس د پکتيکا په مرکز ښرنه ، يوسف خېلو، خيرکوټ، مټاخان، يحيي خېلو ، اومنه، جاني خېل، سرروضه، اورګون، زيړوک، او سروبې ولسواليو کې فعاليت کوي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement