ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې د ملي امنيت يو چارواکى ووژل شو

په بدخشان کې د ملي امنيت يو چارواکى ووژل شو

author avatar
13 Aug 2015 - 11:44
په بدخشان کې د ملي امنيت يو چارواکى ووژل شو
author avatar
13 Aug 2015 - 11:44

 فيض اباد، زرنج(پژواک، ٢٢ زمرى ٩٤): د بدخشان ولايت د ملي امنيت يو چارواکى د وسلې پر ډزو ووژل شو او په نيمروز کې دوه تنه  پر دولتي مامورينو د بريد په تور ونيول شول.

د بدخشان د ملي امنيت رياست يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ارغنچخواه ولسوالۍ د ملي امنيت مرستيال مدير ډګروال انوربېګ تېر مازديګر له دندې څخه په غله دره کلي کې خپل کور ته روان و چې د طالبانو له کمين سره مخ شو.

 سرچينې زياته کړه چې هغه په دې پېښه کې وژل شوى، خو د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي او څېړنې روانې دي.

طالبانو په خپله ويبپاڼه کې ددې وژنې مسووليت منلى او ويلي يې دي چې انور بيګ د ارغنچخواه ولسوالۍ د ملي امنيت مدير و.

 تېر کال هم طالبانو د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې پر دولتي کاروان بريد وکړ چې د ملي امنيت دوه کارکوونکي يې ووژل، خو د ملي امنيت مشر ترې روغ ووت.

په نيمروز کې دوه وسله وال مخالفين هم له وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ په تړاو ونيول شول.

د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال دلاورشاه دلاور پژواک ته وويل چې دا دوه تنه اوس د نيمروز مرکز زرنج ښار ته راغلي وو او غوښتل يې چې تخريبي فعاليتونه تر سره کړي.

د نيمروز د ملي منيت يوه سرچينه وايي چې د دوى موظفينو تېره شپه دا دوه تنه د زرنج په ښار کې نيولي او له دوى څخه يې يوه تومانچه، ځينې مهمات او تبليغاتي پاڼې هم تر لاسه کړي دي.

هغه وويل چې دا کسان د فراه ولايت اوسېدونکي دي او هوډ يې درلود چې ځينې دولتي کارکوونکي ووژني .

دا په داسې حال کې ده چې په وروستۍ يوه اوونۍ کې په زرنج ښار  کې د امنيتي پوستې يو قوماندان او يو پوليس د نا پېژندانه وسله والو له خوا ووژل شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.