ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په هلمند کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

author avatar
13 Aug 2015 - 11:16
په هلمند کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
author avatar
13 Aug 2015 - 11:16

لښکرګاه(پژواک، ۲۲زمری۹۴): د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د پوهنې رياست اړوند دوه  د مديريت ودانۍ او يو ښوونځى ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د دې ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر د زمري په ٢٢مه د يادو ودانيو د پرانيستې په غونډه کې وويل چې د پوهنې رياست اړوند د مديريت دغه دوه ودانۍ په دوو پوړونو کې رغول شوې دي.

هغه وايي چې يوه ودانۍ يې ١٣ او بله يې ١٢ خونې لري او د درېيو کلونو په موده کې رغول شوې دي.

د جعفر د معلوماتو له مخې، يادې ودانۍ په ٢٧٦ زره امريکايي ډالره رغول شوې دي او لګښت يې د  ډنمارک هېواد له لوري ورکول شوى دى.

دغه راز هغه وويل چې د ګرشک ولسوالۍ په اب پاشک سيمه کې هم يو ښوونځى ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

هغه وايي چې پر ياد شوي ښوونځي ١٣،٥ ميليونه افغانۍ لګښت شوى چې دوولس درسي او څو نورې اداري خونې لري.

په ياده غونډه کې د هلمند والي ميرزا خان رحيمي وويل چې د نورو برخو ترڅنګ به د پوهنې برخې ته ډيره پاملرنه کوي.

هغه زياته کړه : ((  عام خلک دې هم په اړونده برخه کې له موږ سره مرسته وکړي، خپل ماشومان دې ښوونځيو ته ولېږي او له جوړو شويو ودانيو دې سمه ساتنه وکړي.))

په ياده غونډه کې په ولسي جرګه کې د هلمند دخلکو استازي معلم مير ولي وويل:(( موږ او دا ولسونه  به په هر ډول حالاتو کې له خپل معارف څخه  ساتنه وکړو او د هغو کړيو مخه به ونيسو چې دغه اساسي او ګټوره برخه مو زيانمنه وي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، تر مرکز لښکرګاه وروسته په ګرشک ولسوالۍ ډير کسان ښوونځو ته ځي چې يواځې پنځه زره يې نجونې دي.

د يادونې ده چې په ګرشک ولسوالۍ کې ٣٨ ښوونځي شتون لري، چې له شمېرې څخه ٣٥ يې د زده کوونکو پرمخ خلاص او پاتې نور يې تړلي دي.

په دې ولسوالۍ کې له ٣٨ ښوونځيو څخه  ١٥ يې  ودانۍ لري او ٢١زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.