ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ځوانان سالم مديريت ته اړتيا لري”

“ځوانان سالم مديريت ته اړتيا لري”

author avatar
13 Aug 2015 - 16:53
“ځوانان سالم مديريت ته اړتيا لري”
author avatar
13 Aug 2015 - 16:53

کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٤): د خط نو سازمان، د ځوانانو پر وړاندې د حکومت پر کړنو نيوکه کړې؛ په ملي مسايلو کې د ځوانانو د ګډون او دوى ته يې د کاري او تحصيلي زمينو د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

 د خط نو سازمان، يو مدني بنسټ دى چې په ١٣٨٩ لمريز کال کې رامنځته شوى دى.

 د دغه سازمان مشر فهيم صديقي، د کابل ښار په بابر بڼ کې د ځوانانو له ورځې څخه د نمانځنې په مراسمو کې وويل، چې د افغانستان اکثريت ځوانان تشکيلوي او د ولسمشرۍ ټاکنو اويا سلنه رايې هم د ځوانانو له لوري ورکړل شوې، خو په دولتي ادارو کې د دوى شتون ډېر کم دى.

 د هغه په وينا، د حکومت مشرانو د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال ژمنه کړې وه چې د ځوانانو معينيت به په وزارت بدلوي او دغه راز به په دولتي ادارو کې د دوى شتون ډېر کړي.

 نوموړي له حکومت وغوښتل، چې ځوانانو ته د سولې په پروسه کې ونډه ورکړي او دغه څنډه شوي قشر لپاره روزنيز او کاري زمينې برابرې کړي.

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو پخواني مرستيال تيمور شاه اسحاق زي چې په دغه پروګرام کې يې ګډون درلود، ځوانانو ته په خطاب کې زياته کړه: " حق ورکول کېږي نه، اخيستل کېږي، څومره چې هم چغې ووهى نو څوک د تاسو حق نه درکوي."

 د هغه په وينا، اوسمهال د هېواد په کچه څلور مليون ځوانان بې روزګاره دي، له دريو مليونو څخه يې ډېر په نشه يي توکو روږدي شوي او سلګونه زره نور ځوانان د نورو بېلابېلو دليلونو له امله لکه بې روزګاري، له قوانينو بې خبري او د بۍ سوداۍ له امله له مخالفينو سره يو ځاى شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې ځوانان وزارت ته اړتيا لري، خو ځوانان سالم مديريت ته اړتيا لري، څو د هغوى له استعدادونو اغېزناکه ګټه پورته شي او دغه راز په ملي مسايلو کې بايد د ځوانانو نظريات واخيستل شي.

 د اسحاق زي په وينا، د ځوانانو په منځ کې مسلکي کدرونه شتون لري، خو دوى څنډې ته شړل شوي او د دوى ځاى هغو کسانو نيولى چې د اړيکو پر بنسټ راغلي دي.

 ډاکټر کمال سادات چې شا وخوا درې اونۍ وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو د معين په توګه ټاکل شوى، وويل چې که چېرې له ځوانانو سمه ګټه پورته شي او ځوانان يو بل ته لاس ورکړي نو په هېواد کې به اوسنۍ امنيتي ستونزې حل او سوله به ټينګه شي.

 هغه زياته کړه، چې اوسمهال افغانان ځوانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي او حکومت بايد له دغه ځوان ځواک څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

نوموړي وويل، چې په مسايلو او د دوى د ستونزو د حل په برخه کې د ګډون لپاره به له هيڅ ډول هلو ځلو ځان ونه سپموي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.