کابل ( پژواک، ٢٣ زمرى ٩٤ ) : د افغانستان د علماوو سراسري شورا وايي، چې د جګړې پر دوام ټينګار د اسلام د مقدس دين د احکامو خلاف ، ناجايز عمل ګڼلی او د غندنې وړ دى.
له ارګ څخه د زمري په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د علماوو سراسري شورا مشر او غړو نن غرمه مهال له ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې وکتل.
سرچينې زياته کړې، چې په دغه کتنه کې د افغانستان د علماوو د سراسري شورا اعلاميه د دغې شورا د غړي مولوي غلام رباني رحماني له خوا ولوستل شوه.
د عالمانو سراسري شورا په خپله اعلاميه کې د کابل ښار او د هېواد په نورو سيمو کې هغه وحشيانه ترهګريز بريدونه په کلکو ټکو غندلي چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عالمانو سراسري شورا دغه ترهګريز بريدونه د اسلامي احکامو او بشري عواطفو پرخلاف عملونه بللي او د هېواد له امنيتي چارواکو يې غوښتي ، چې د دغو بريدونو د عاملينو د نيولو او د قانون منګولو ته د هغوی د سپارلو لپاره جدي اقدامات وکړي او د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره لا هڅه او هاند وکړي.
د عالمانو شورا په خپله اعلاميه کې ويلي ، په افغانستان کې د اسلام ټول شعاير عملي شوي، د محاکمو پرېکړې د اسلام د مقدس دين د احکامو له مخې ترسره کېږي .
په اعلاميه کې راغلي : ((د افغانستان ملت ۹۹،۹ فيصده مسلمان دی نو د دا ډول دولت او ملت پر وړاندې د جهاد اعلانول د اسلام د مقدس دين د شريعت پرخلاف او د افغانستان له مسلمان ملت سره ستره جفا ده .))
د عالمانو شورا په خپله اعلاميه کې د يو شمېر وسله والو مخالفينو هغه څرګندونې چې د جګړې پر دوام يې ټينګار کړی او سوله د دښمنانو تبليغ ګڼي، د اسلام د مقدس دين د احکامو خلاف او ناجايز عمل ګڼلی او هغه يې په کلکه غندلی دی.
شورا، له وسله والو مخالفينو غوښتنه کړې ده چې له دې زيات د افغان مسلمان او مظلوم ملت د بدمرغۍ لامل نه شي، د خپلو وروڼو له وژلو او د خپل هېواد له ورانولو څخه لاس واخلي او د بين الافغاني خبرو اترو له لارې د افغانستان له دولت سره خپلې ستونزې حل کړي.
د عالمانو شورا په اعلاميه کې راغلي چې وروستي جريانونه دا ثابتوي چې د افغانستان د دولت او ملت پرخلاف دغه جګړه په بشپړه توګه د نورو په اشاره او قومانده پرمخ روانه ده .
سرچينې زياته کړې، له څو کلونو راهيسې د مخالفينو د مشر په نه شتون کې هم دغه جګړه پر هغوی تحميل شوې ده او له لږ شمېر پرته، هغوی چې د جګړې د افزارو په توګه استعمالېږي ، هم نه پوهېدل چې دغه پرېکړې څوک نيسي او د جګړې رهبري د چا په لاس کې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن