ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ناپېژانده وسله والو د کوټ د يوه ښوونځي مدير وژلی”

“ناپېژانده وسله والو د کوټ د يوه ښوونځي مدير وژلی”

author avatar
14 Aug 2015 - 16:09
“ناپېژانده وسله والو د کوټ د يوه ښوونځي مدير وژلی”
author avatar
14 Aug 2015 - 16:09

جلال اباد(پژواک،۲۳ زمری۹۴): چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د يوه  ښوونځي مدير پر ډزو  وژلی دی.

د دې ولايت د پوهنې رياست  وياند محمد اصف شينواري  د زمري په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ  ناوخته  ناپېژنده  وسله والو د کوټ  ولسوالۍ د مولوي يوسف  د ښوونځي  مدير فضل مولا  وژلی دی.

هغه زياته کړه : (( مدير فضل مولا په سيمه کې د فاتحې په مراسيمو کې تر ګډون  وروسته کور ته  پر لاره  و ، چې ډزې  پرې شوي او وژل شوی  دی.))

دغه راز د وژل شوي مدير  د کورنۍ  او د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې غړي الياس مدني پژواک  ته  وويل، چې په دې  پېښه کې وسله وال طالبان لاس لري.

مدني په دې تړاو نور جزييات ور نه کړل، خو يادونه يې وکړه چې مدير فضل مولا  په  پوهنيز سکتور کې پر دندې سربېره  ديني عالم  هم و.

د ننګرهار د والي ويانداحمدضيا عبدالزي  پژواک ته تاييده کړې چې تېره ورځ  په کوټ ولسوالۍ کې  ناپېژانده وسله والو يو ديني عالم وژلی ، خو د پېښې د څرنګوالي او دقيقې سيمې په اړه يې څه نه دي ويلي.

د وژل شوي مدير په اړه ويل کېږي چې د سولې  د  عالي شورا د غړي مولوي محمد امين  وقاد خورى  و او له چاسره يې دښمني نه  درلوده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.