ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو نوى جوړېدونکى روغتون سوځولى

وسله والو نوى جوړېدونکى روغتون سوځولى

author avatar
14 Aug 2015 - 14:59
وسله والو نوى جوړېدونکى روغتون سوځولى
author avatar
14 Aug 2015 - 14:59

فيض اباد ( پژواک، ٢٣ زمرى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په  بدخشان ولايت کې يو نوى جوړېدونکى روغتون سوځولى دى.

د بدخشان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري د زمري په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ددې ولايت په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

هغه زياته کړه‌، سلګونو وسله والوطالبانو تېر ماښام په اوو  بجو ولسوالۍ ته پر نږدې امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي وو، چې جګړې شپږ ساعته  دوام وکړ.‌

د نوموړي په وينا، ددې جګړې پر مهال امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى، خو دوه وسله وال بريدکوونکي وژل شوي او اووه تنه نور يې ژوبل شوي دي.

حيدري وويل چې د نښتې پر مهال د وسله والو مخالفينو له خوا فير شوې د راکټ څو مرمۍ د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې د نوې جوړېدونکي روغتون پر ودانۍ لګېدلي چې له امله يې ټوله ودانۍ سوځېدلې ده.

دامنيت امر وايي چې اوس په سيمه کې حالات سم دي او جګړه پاى ته رسېدلې ده.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.