مزارشريف ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٤ ) : په بلخ ولايت کې د خبريالانو د دفاع کمېټې د امنيه قوماندانۍ د ناسم چلند له امله تر يوې اوونۍ پورې دغه ارګان پورې اړوند خبري مسايل تحريم کړل.
د بلخ ولايت په مرکز مزاشريف ښار کې د زمري په ۲۴مه، په شمال زون کې د خبريالانو د بېلا بېلو دفاعي او ښوونيزو ټولنو څخه جوړه شوې دفاعي کمېټې په خبري ناسته کې د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ د خبريالانو پر وړاندې په ناسم چلند تورنه کړه.
دوه ورځې وړاندې د المان دوچيويلې خبريال او د ارزو تلوېزيون کارکوونکي حميد ساپي باندې د وسله وال بريد اړوند خبري ناسته کې د خبريالانو د دفاع کمېټې د شتون اعلان وشو.
دغه کمېټه، چې د شمال خبريالانو د انجمن په نوښت جوړه شوه، د ياد انجمن، د خبريالانو د مصونيت ټولنې، د نى، ميديوتيک او د افغانستان د خبريالانو د اتحاديې استازي په کې شامل وو.
يادې کمېټې اعلان وکړ، چې په روانه اوونۍ کې به د بلخ ولايت له امنيتي او دولتي چارواکو سره په دغه ولايت کې د خبريالانو پر وړاندې د شته تاوتريخوالي د ستونزو د حل په موخه کتنې کوي.
د دغې کمېټې مسوول نوراغا شريفي د نننۍ خبري ناستې په اوږدو کې د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې نن له ماسپښين وروسته د بلخ امنيه قوماندانۍ ته د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د شويو پېښو د ارزونې په موخه ورغلي وو، خو امنيه قوماندان ورسره ونه کتل.
نوموړي زياته کړه، چې پوره يو نيم ساعت د امنيه قوماندان سيد کمال سادات سکرټر په انتظار خونه کې کېنول، خو په پای کې يې ځواب ورکړ، چې خوښه يې نور انتظار هم کوي او که ځي.
د هغه په وينا، دوی په همدې موخه له قوماندان سره کتل، چې د حميد ساپي او له دې وړاندې د خبريالانو پر وړاندې د شوي تاوتريخوالي په اړه ترې معلومات وغواړي، چې په اړه يې څومره څېړنې کړې دي.
شريفي وويل، چې امنيه قوماندانۍ په دغه کار د خبريالانو سپکاوى کړی او له همدې امله تر يوې اوونۍ پورې د دغه امنيتي ارګان اړوند ټول خبري مسايل تحريم وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن