ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد ښوونځي او پوهنتونونه له معلوماتي ټيکنالوجۍ سره تړل کېږي

د هېواد ښوونځي او پوهنتونونه له معلوماتي ټيکنالوجۍ سره تړل کېږي

author avatar
15 Aug 2015 - 19:13
د هېواد ښوونځي او پوهنتونونه له معلوماتي ټيکنالوجۍ سره تړل کېږي
author avatar
15 Aug 2015 - 19:13

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٤) د مخابراتو وزارت، د هېواد ښوونځي او پوهنتونونه له معلوماتي ټيکنالوجۍ سره نښلوي.

په همدې موخه نن په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ، لوړو زده کړو او پوهنې وزيرانو تر منځ د "په روزنه کې معلوماتي ټيکنالوجي" تر نوم لاندې درې اړخيز هوکړه ليک لاسليک شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزير عبدالرزاق واحدي د ياد هوکړه ليک د لاسليک په مراسمو کې وويل چې د هوکړه ليک له لاسليکه موخه، د انټرنټ د اسانتياوو، روزنې، د ښوونيزو او تحصيلي پروګرامونو لپاره د کمپيوټر مجهزې خونې، په پوهنې او لوړو زده کړو کې د استادانو د ظرفيت لوړولو براوبرول دي.

سرچينې د ياد قرارداد موده پنځه کاله وبلله او زياته يې کړه، چې لګښت يې د مخابراتي پراختيايي صندوق له لوري ورکول کېږي.

 د هغه په وينا، اوسمهال له ١٧ ميليون ډالرو څخه يې ډېر له پوهنې وزارت او درې ميليون ډالر په راتلونکو دوه کلونو کې  له لوړو زده کړو وزارت  سره ژمنه شوي دي.        

 واحدي د خبرو په دوام کې وويل، دغه وزارت ژمن دى چې په تعليم او تحصيل کې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ او له اړتيا سره سم د هېواد په کچه عامه ښوونيزو او تحصيلي مرکزونو ته د ويډيو کنفرانسونو  اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي خوښي څرګنده کړه، چې د دغه سيسټم فعال کېدل د ښوونځيو زده کوونکو او محصلينو ته د غوره ښوونې او تحصيل زمينه برابروي او د ښوونځيو او پوهنتونونو استادانو ظرفيت لوړوي.

 د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزير د معلوماتو پر بنسټ، له معلوماتي ټيکنالوجۍ څخه په ګټې؛ پر دې سربېره چې د هېواد ټول پوهنتونونه له يو بل سره نښلول کېږي، نو د فايبرګلاس په وسيله د نړۍ له پوهنتونونو سره د تړلو په موخه د مخابراتو د خدمتونو له پراختيايي صندوق څخه هم مالي او تخنيکي مرسته تر لاسه کېږي.

 د لوړو زده کړو وزيرې فريده مومند د دغه هوکړه ليک د لاسليک موخه د پوهنې او لوړو زده کړو د ظرفيتونو لوړول او پياوړي کول په وبلل.

 هغې وويل، د دغې همکارۍ پر بنسټ، پر دې سربېره چې په پوهنتونونو کې د محصلينو او استادانو لپاره د انټرنټ اسانتياوې رامنځته کېږي، بلکې د هېواد پوهنتونونه د نړۍ له پوهنتونونو سره تړي.

 پر دې سربېره  لوړو زده کړو يادې وزيرې څرګنده کړه چې دغه هوکړه ليک نه يوازې له لرې لارې روزنه پياوړې کوي، بلکې د محصلينو د پوهاوي کچې او دغه راز د استادانو د علم د کچې د لوړولو په برخه کې اغېزناک رول لري.

 د پوهنې وزير اسدالله حنیف بلخی د خبرو پر مهال وويل: " د دغه هوکړه ليک په لاسليک سره د انټرنټ له لارې د ښوونې او روزنې کيفيت او لاسرسى غوره کېږي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.