ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند او غزني کې درې ملکي وګړي وژل شوي

په هلمند او غزني کې درې ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
15 Aug 2015 - 15:28
په هلمند او غزني کې درې ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
15 Aug 2015 - 15:28

لښکرګاه- غزني (پژواک، ۲۴ زمری ۹۴): د هلمند په موسی کلا ولسوالی کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې دوه ملکي وګړي وژل شوي بلخوا د غزني ولايت د دفتر د پخواني رييس زوى ناپېژاندو وسله والو پر ډزو وژلى دى.

د موسی کلا ولسوال محمدشریف خان د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ولسوالۍ مرکز ته نږدې د غره تالۍ په سیمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته وشوه.

هغه وويل چې د نښتې پر مهال د هاوان يوه مرمۍ پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې دوه تنه چې مور او لور دي، وژل شوي دي.

ولسوال وايي چې په ياده نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې طالبانو تېره شپه د موسى کلا ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيه قوماندانۍ بريدونه کړي دي.

د هغه په وينا، بريدونو تر سهاره دوام وکړ چې له امله يې ٨ امنيتي سرتېري او يو طالب وژل شوي او څلور امنيتي سرتېري او دوه طالبان ټپيان شوي دي.

دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مدير سمونوال عبدالمالک حسني پژواک ته وويل چې پوليسو تېره ورځ د خانشین ولسوالۍ په دښت سیمه کې ۲۴۰ کیلوګرامه تریاک نيولي دي.

هغه وايي چې د يادو توکو د نيولو پر مهال د امنيتي ځواکونو او مقابل لوري تر منځ جګړه هم وشوه چې په ترڅ کې يې شپږ تنه ونيول شول.

نوموړي زیاته کړه: ((دغه نشه يي توکې يې په یوه هایلکس موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل يې پاکستان ته يې واړوي.))

هغه وويل چې نيول شوي کسان يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

د يو بل خبر له مخې، د غزني ښار د درېيمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې نامعلومو وسله والو د ياد ولايت د دفتر د پخواني رييس زوى پر ډزو وژلى دى.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې نامعلومو وسله والو نن سهار د غزني ولايت د دفتر د پخواني رييس ويس منيب زوى وژلى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.