د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ خبريالانو د امنيه قوماندانۍ خبرونه تحريم کړل

د بلخ خبريالانو د امنيه قوماندانۍ خبرونه تحريم کړل

Aug 15, 2015 - 18:55

مزارشريف ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٤ ) : په بلخ ولايت کې د خبريالانو د دفاع کمېټې د امنيه قوماندانۍ د ناسم چلند له امله تر يوې اوونۍ پورې دغه ارګان پورې اړوند خبري مسايل تحريم کړل.

د بلخ ولايت په مرکز مزاشريف ښار کې د زمري په ۲۴مه، په شمال زون کې د خبريالانو د بېلا بېلو دفاعي او ښوونيزو ټولنو څخه جوړه شوې دفاعي کمېټې په خبري ناسته کې د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ د خبريالانو پر وړاندې په ناسم چلند تورنه کړه.

دوه ورځې وړاندې د المان دوچيويلې خبريال  او د ارزو تلوېزيون کارکوونکي حميد ساپي باندې د وسله وال بريد اړوند خبري ناسته کې د خبريالانو د دفاع کمېټې د شتون اعلان وشو.

دغه کمېټه، چې د شمال خبريالانو د انجمن په نوښت جوړه شوه، د ياد انجمن، د خبريالانو د مصونيت ټولنې، د نى، ميديوتيک او د افغانستان د خبريالانو د اتحاديې استازي په کې شامل وو.

يادې کمېټې اعلان وکړ، چې په روانه اوونۍ کې به د بلخ ولايت له امنيتي او دولتي چارواکو سره په دغه ولايت کې د خبريالانو پر وړاندې د شته تاوتريخوالي د ستونزو د حل په موخه کتنې کوي.

د دغې کمېټې مسوول نوراغا شريفي د نننۍ خبري ناستې په اوږدو کې د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې نن له ماسپښين وروسته د بلخ امنيه قوماندانۍ ته د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د شويو پېښو د ارزونې په موخه ورغلي وو، خو امنيه قوماندان ورسره ونه کتل.

نوموړي زياته کړه، چې پوره يو نيم ساعت د امنيه قوماندان سيد کمال سادات سکرټر په انتظار خونه کې کېنول، خو په پای کې يې ځواب ورکړ، چې خوښه يې نور انتظار هم کوي او که ځي.

د هغه په وينا، دوی په همدې موخه له قوماندان سره کتل، چې د حميد ساپي او له دې وړاندې د خبريالانو پر وړاندې د شوي تاوتريخوالي په اړه ترې معلومات وغواړي، چې په اړه يې څومره څېړنې کړې دي.

شريفي وويل، چې امنيه قوماندانۍ په دغه کار د خبريالانو سپکاوى کړی او له همدې امله تر يوې اوونۍ پورې د دغه امنيتي ارګان اړوند ټول خبري مسايل تحريم وي.

د خبريالانو د دفاع کمېټې غړي او د شمال خبريالانو د انجمن مسوول ګلاب شاه باور پژواک ته وويل، چې امنيتي ارګانونه هېڅ وخت د خبريالانو اړوند مسايلو ته په درنه سترګه نه دي کتلي.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو څو مياشتو کې په بلخ کې پر درې خبريالانو وسله وال بريدونه شوي، چې تر دې دمه يې امنيتي ارګانونو د يوې پېښې اړوند لومړنۍ څېړنې هم نه دي کړي.

د هغه په وينا، د ميترا تلوېزيون پر خبريالې صدا سلطاني، د هويدا اوونيزې پر مسوول مدير مختار وفايي او د المان دوچيويلې راډيو پر خبريال حميد ساپي وسله وال بريدونه شوي، چې پر وړاندې يې امنيتي ارګانونه غلي دي.

باور وويل، چې دوی نن د خبريالانو د ستر انجمن په توګه فيصله وکړه، چې تر يوې اوونۍ پورې به د امنيه قومانداني اړوند ټول خبري مسايل تحريم وي.

خو د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني وويل، له ده سره چې د قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دی، هېچا اړيکې نه دي نيولې.

نوموړي زياته کړه، دغه خبريالان په نېغه امنيه قوماندان ته تللي او هغه په دغه مهال په خپله کاري شعبه کې نه وو.

هغه په بلخ ولايت کې د خبريالانو پر وړاندې د شوي تاوتريخوالي د څېړلو په اړه وويل، چې تر دې دمه ورته هېڅ خبريال په رسمي توګه عريضه نه ده کړې، چې دوسيه ورته جوړه شي او ورسره شوې پېښه وڅېړل شي.

دراني وويل، چې خبريالان بايد هم د عامو خلکو په څېر امنيه قوماندانۍ ته د خپلو ستونزو د حل په موخه عريضه وکړي.

 

 

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan