ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حقاني شبکې يوه پنځه کسيزه ډله ونيول شوه

د حقاني شبکې يوه پنځه کسيزه ډله ونيول شوه

author avatar
15 Aug 2015 - 17:57
د حقاني شبکې يوه پنځه کسيزه ډله ونيول شوه
author avatar
15 Aug 2015 - 17:57

کابل (پژواک، ٢٤  زمرى  ٩٤): د ملي امنيت رياست وايي، د حقاني شبکې يوه ډله چې په کابل ښار کې يې د يرغل او ځانمرګو بريدونو د پلان هوډ درلود، نيول شوې ده.

د دغه رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته نن ( د زمري ٢٤مه) په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې ډلې پنځه کسان د لوګر ولايت د مرکز په نيازيو سيمه کې د ملي امنيت عمومي رياست له موظفينو سره د وسله والې نښتې په ترڅ کې نيول شوي او څلور کسان يې وژل شوي دي.

په ياده خبرپاڼه کې د نيول شويو کسانو نومونه محمد اسحق (د ځانمرګو سازمانونکى او لېږدونکى)، شبير او حامد (ځانمرګي)، سيداغا او حميدالله (د ځانمرګو ساتونکي) ياد شوي دي.

د ملي امنيت د خبرپاڼې پر بنسټ، نيول شويو کسانو اعتراف کړى چې د يوې مياشتې په موده کې يې د ميرانشاه د ټل په فاروقيه مدرسه کې پوځي او ځانمرګي روزنه تر لاسه کړې او له هغه وروسته د ځانمرګو بريدونو لپاره لوګر ولايت ته لېږل شوي، څو له هغې لارې د کابل ښار ته دننه او له هغه ورسته په ګڼه ګوڼه سيمه کې ځانمرګي بريدونه تر سره کړي.

خبرپاڼې دغه راز زياته کړې، چې له دغه پټنځاى څخه يوه اندازه وسلې او مهمات چې له چاودېدونکو توکو څخه ډکې ٩ بوشکې چې ټاکل شوې وه په يوه موټر کې ځاى پر ځاى او له هغه وروسته بيا ځانمرګي بريدونه تر سره کړي، دغه راز ٣ ميله کلاشينکوفونه، يو ميل کرينوف، يو ميل RPG7 راکټ، يو ميل پيکا، يو ميل پاکستانى ټوپک، دوه لاسي بمونه، دوه مخابرې او دوه پرتلې هم تر لاسه شوې دي.

ملي امنيت د يادې ډلې د هغو څلورو کسانو نومونه، چې له امنيتي ځواکونو سره د وسله والې نښتې په ترڅ کې وژل شوي، نه دي په ډاګه کړي او دغه راز يې د يادې ډلې د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.