هرات ښار (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٤): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو تر منځ نښته کې درې طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د هرات د والي وياند احسان الله حيات پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته تېره شپه اووه بجې پيل شوې او تر نيمې شپې روانه وه.
هغه زياته کړه چې دا نښته د شينډنډ په زيرکوه سيمه کې د طالبانو د قوماندان ملا ننګيالي او د بل طالب قوماندان ملا نورالدين د ورور د کسانو تر منځ د همدې ولسوالۍ په زېرکوه سيمه کې رامنځته شوې ده.
د حيات په خبره، په دې نښته کې د ملا ننګيالي يو کس او د ملا نورالدين د ورور له کسانو دوه کسه وژل شوي دي.
د هرات د والي وياند وويل چې په دې نښته کې د ننګيالي درې او د ملا نورالدين د ورور درې کسان ژوبل شوي هم دي.
سرچينې زياته کړه چې د هرات په کچه د دواړو شته ډلو تر منځ د اختلافاتو کچه مخ پر لوړېدو ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن