ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو په خپل منځني نښته کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو په خپل منځني نښته کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Aug 2015 - 11:46
د طالبانو په خپل منځني نښته کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Aug 2015 - 11:46

هرات ښار (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٤): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دوو  ډلو  تر منځ نښته کې درې طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان  شوي دي.

 

د هرات د والي وياند احسان الله حيات پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته تېره شپه اووه بجې پيل شوې او تر نيمې شپې روانه وه.

 

هغه زياته کړه چې دا نښته  د شينډنډ په زيرکوه  سيمه کې د طالبانو د قوماندان ملا ننګيالي او د بل طالب قوماندان ملا نورالدين د ورور د کسانو تر منځ د همدې ولسوالۍ په زېرکوه سيمه کې رامنځته شوې ده.

 

د حيات په خبره، په دې نښته کې د ملا ننګيالي يو کس او د ملا نورالدين د ورور له کسانو دوه کسه وژل شوي دي.

 

د هرات د والي وياند وويل چې په دې نښته کې د ننګيالي درې او د ملا نورالدين د ورور درې کسان ژوبل شوي هم دي.

 

سرچينې زياته کړه چې د هرات په کچه د دواړو شته ډلو تر منځ د اختلافاتو کچه مخ پر لوړېدو ده.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.