ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد لس زره کيلومتره واټونه قير شوي

د هېواد لس زره کيلومتره واټونه قير شوي

author avatar
15 Aug 2015 - 20:07
د هېواد لس زره کيلومتره واټونه قير شوي
author avatar
15 Aug 2015 - 20:07

کابل (پژواک، ٢٤زمرى ٩٤): د ټولګټو وزير  د اتو ميلياردو ډالرو په لګښت په هېواد کې د ١٠زرو کيلومترو واټونو د قير کولو خبر ورکوي ، خو د ولسمشر ځانګړى استازى وايي، افغانستان لا هم د لېږد رالېږد لپاره اغېزمن بنسټ نه لري.

د ټولګټو وزير محمود بليغ دا خبره، نن په هېواد کې د لېږد رالېږد د ملي کنفرانس په جريان کې کابل کې په ډاګه کړه.

د نوموړي په وينا، په تېرو ١٣ کلونو کې د نړيوالۍ ټولنې د اتو ميليارډو ډالرو په مالي مرستې د هېواد ١٠زره کيلومتره واټونه قير شوي دي.

د ټولګټو وزير د دې مطلب په څرګندولو سره چې ترانسپورت د هېواد د ودې تر ټولو مهمه کلي ده، يادونه وکړه چې د دوى هڅې  په هېواد کې د سړکونو او وسپنې پټلۍ  د پراخولو لپاره دوام لري، خو د دې پروژو پلي کول ډېر لګښت او وخت ته اړتيا لري.

خو د غوره حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضياء مسعود، چې په دې غونډه کې يې برخه درلوده، وويل چې د هېواد د لېږد او را لېږد په برخه کې ترسره شوي کارونه بسنه نه کوي.

هغه زياته کړه: "زموږ هېواد د جغرافيايي موقعيت له پلوه داسې هېواد دى، که چېرته په هېواد کې د بنسټيز فکتور په توګه  د ترانسپورت په برخه کې پانګونه وشي، کولى شي چې د هېواد بېلابېلې سيمې سره وتړي او د سيمې د هېوادونوتر منځ د تګ راتګ يوه لويه لار شي، ميليونونه ډالر تر لاسه کړو، چې دا په نېغه توګه د هېواد د ناخالصو عوايدو په لوړوالي کې مرسته کوي."

د دې ترڅنګ مسعود يادونه وکړه، چې په تېرو ١٤ کلونو کې په حکومتي دستګاه کې دومره فساد په ځانګړې توګه د ټولګټو په وزارت کې شتون درلود، چې د هېواد ځمکني ترانسپورټ ته يې لوى زيان اړولى دى.

دې لوړپوړي حکومتي چارواکي د هېواد د واټونو په برخه کې د اتو ميليارډو ډالرو لګښت ته په اشارې سره زياته کړه، چې افغانستان اوس هم يو سم ترانسپورټي بنسټ نه لري.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزير محمدالله بتاش په هېواد کې د ځمکني ترانسپورت وضعيت خورا ناسم وښود او ويې ويل: "ځمکنى ترانسپورت زياتې پاملرنې ته اړتيا لري، موږ غواړو چې د دې کنفرانس له لارې په دې برخه کې ننګونې او ستونزې وڅېړو او حل لارې ورته ومومو."

د نوموړي په وينا، د ترانسپورت اوسني قانون په دې ډګر کې ستر خنډونه رامنځ ته کړي دي او سمون ته اړتيا لري.

وزير په ورته وخت کې په ډاګه کړه، چې د عوايدو راغونډولو په برخه کې د فساد شتون د دې وزارت لپاره د منلو وړ نه دى او هڅه کوي، د عوايدو راټولولو سيستم د بانک له لارې ترسره او د هېواد په بندرونو کې برښناييزې تلې ولګول شي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونو مرستيال خان جان الکوزي هم د پخواني او اوسني حکومت له لوري د ترانسپورت او د واټونو د پراختيا په اړه بنسټيزو چارو ته په نه پاملرنې نيوکه وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.