د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پاکستانيو توکو د نه پېرودلو له امله د کورنيو توليداتو د پېر کچه لوړه شوې

د پاکستانيو توکو د نه پېرودلو له امله د کورنيو توليداتو د پېر کچه لوړه شوې

Aug 15, 2015 - 20:33

کابل (پژواک ٢٤ زمرى ٩٤): کابل کې له وروستيو خونړيو چاودنو وروسته، په کابل ښار کې د کورنيو توليداتو پېر او پلور زيات شوى، ځکه د کابل يو شمېر اوسېدونکو د پاکستانيو توکو پېرودل بند کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنيت عمومي رياست، د کابل په وروستيو بريدونو کې د پاکستان د يو شمېر ځانګړو کړيو له لاس درلودو خبر ورکړى او ويلي يې دي، چې پاکستاني چارواکو دغه بريدونه د حقاني شبکې پر مټ تر سره کړي دي.

تېره اونۍ د پوليسو اکاډمۍ ته څېرمه، د کابل نړيوال هوايي ډګر سره په نږدې د قصبې په سيمه او دغه راز د کابل په شاه شهيد کې چاودنه او ځانمرګي بريدونه تر سره شول، چې د راپورونو پر بنسټ، له پنځوسو ډېر کسان په کې ووژل شول او له ٥٠٠ څخه زيات نور په کې ټپيان شوي دي.

د يادو شويو چاودنو له ډلې تر ټولو سخته د شاه شهيد د سيمې چاودنه ده، چې په کې پنځلس ملکيان وژل شوي او شاوخوا ٤٠٠ کسان په کې ټپيان شوي دي.

د کابل يو شمېر اوسېدونکو د دغو بريدونو په غبرګون کې د پاکستاني توکو پېرودل بند کړي دي.

دغه کمپاين له فېسبوک پيل شوى او د يادې ټولنيزې پاڼې ځينو کاروونکو ليکلي، چې په کابل کې د يادو بريدونو او نورو بريدونو تر سره کول، د پاکستان کار دى او خلک د پاکستان د دغه عمل په غبرګون کې بايد د پاکستاني توکو له پېر او پلور څخه ډډه وکړي.

د بېلګې په توګه، احمدالله علمي د فېسبوک په خپله پاڼه باندې ليکلي: "له پاکستاني توکو څخه ګټه اخيستل، د افغانانو په خاورو او وينو د لړلو او د ترهګرۍ د تمويل په معنا دي."

نوموړي داسې يو انځور هم خپور کړى، چې په هغه کې پر پاکستاني سمنټو چليپا کش شوې او د غوري په کورنيو سمنټو د منلو علامه کښل شوې ده.

د دا ډول پېغامونو په خپرولو سره، ډېر شمېر کسانو د پاکستاني توکو له پېرودلو ډډه کړې او د کورنيو توکو پېر يې پيل کړى دى.

د کابل ښار د يوه ښوونځي ښوونکې ليلما چې له خپلو دوه بچيانو سره د کابل منډوي ته راغلې او وطني هګۍ يې پېرودلې وې، پژواک خبري اژانس ته وويل: "که چېرې د پاکستان پر وړاندې جګړه نه شم کولى، نو کولى شم چې له پاکستاني توليداتو ګټه وانخلم."

هغې له ټولو خلکو او په ځانګړي ډول له ښځو او ميندو وغوښتل، چې د پاکستاني توکو له پېرودلو ډډه وکړي.

هغې زياته کړه: "که چېرې موږ ژمن واوسو او له پاکستانيو توليداتو ګټه وانخلو، نو سوداګر هم اړ کېږي چې پاکستان توکي را وارد نه کړي."

هغې زياته کړه، که چېرې په افغانستان کې د پاکستان د توکو مخه ونيول شي، نو پاکستان سخته اقتصادي ضربه ويني او افغانان بايد د پاکستان د کړنو پر وړاندې، د پاکستانيو مالونو له پېرودلو ډډه وکړي.

د کابل ښار يوه بل اوسېدونکي بهرام سروري، چې د پخوا په خلاف يې د "نيمه چاشت" وطني بسکېټ پېرلي و، هغه هم وويل چې پاکستان د افغانانو دښمن دى او بايد په افغانستان کې د ياد شوي هېواد له توکو ګټه وانخيستل شي.

هغه زياته کړه: "

دا ګام ډېر ناوخته پورته شو، بايد ١٣ کاله وړاندې د پاکستاني توکو د پېر مخه نيول شوې وى، خو اوس هم ناوخته نه دى او خلک بايد د پاکستاني توليداتو له پېر څخه ډډه وکړي."

د کابل ښار بل اوسېدونکي خوشحال شېرزاد وويل، هغه د يوه عادي وګړي په توګه کولى شي چې پاکستاني توکي ونه پلوري او پر ځاى يې وطني توليدات واخلي، د پاکستان د ظلمونو او ناخوالو په وړاندې نور څه نه شي کولى.

هغه زياته کړه، نوموړي له دې کبله کلک هوډ کړى، څو له دې وروسته پاکستاني توکي ونه کاروي.

علي رضا چې د کابل په منډيي کې د مېوو جوس پلوري، وويل چې په دې وروستيو کې د کورنيو  مېوو اوبه او  د څښاک د نورو اوبو پېر ٢٥سلنه زيات شوى دى.

هغه وويل: "په کابل کې له وروستيو بريدونو څخه وروسته، خلکو په پاکستاني توکو د نه اخيستو بنديز لګولى دى او زه هم له دې وروسته نه غواړم چې پاکستاني جوسونه خرڅ کړم."

په منډيي کې د لبني توکو، بسکيټونو او جوسونو يو بل عمده پلورونکى عبدالوکيل وايي، په څو وروستيو ورځو کې د کورنيو توليداتو پلور خورا پرمختګ کړى دى.

د هغه په وينا، لومړى د وطني توليداتو پوښتنه کوي  او که د اړتيا وړ کورني توکي يې نه وو، د نورو هېوادونو توليدات اخلي، خو پاکستاني توکي په هېڅ توګه نه اخلي.

نوموړي پاکستان دښمن وباله او زياته يې کړه: "اوس چې دښمن څرګند شو، د هر افغان دنده ده، چې له خپل توان سره سم مبارزه وکړي، پر توکو تحريم غوره مبارزه ده."

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ هم د درملو توريدوونکو شرکتونو هم تصميم نيولى دى، چې له دې وروسته به پاکستاني درمل نه واردوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي وويل، د يوه افغان په توګه د ځينو کسانو او شرکتونو له لوري پر پاکستاني توکو تحريم څخه ملاتړ کوي، خو اوسمهال دا تصميم د افغانستان په ګټه نه دى.

هغه زياته کړه، حکومت بايد له پاکستان څخه افغانستان ته د واردتي توکو لپاره بديل پيدا کړي، ځکه دا مهال د افغانستان ٧٥ سلنه خوراکي توکي له پاکستان څخه واردېږي.

همداراز نوموړي زياته کړه، ځينې افغان سوداګر په پاکستان کې  د درېيو او شپږو مياشتو لپاره تړونونه لري او که چېرته پر پاکستاني توکو دا تحريم عمومي بڼه واخلي، دا سوداګر هم زيان ويني.

د ايسا ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان دا مهال د غيرالکولي مشروباتو، معدني اوبو، د مېوو اوبو، ايسکريم، پلاستيکي او المونيمي لوښو، مرمر ډبرو، پلاستيکي پايپونو، چاپ، د چرګانو او هګيو توليد، بوټونو او څپليو، د وسپنې ويلې کولو، کارتن جوړولو، د يو ځل مصرف لوښو، جامو، لبنياتو، تعميراتي رنګونو، مالګې ، فرنيچر، بسکټ او کيک په برخه کې په ځان بسيا دى.

 

 

 

 

 

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan