ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان افغان پلاوي ته د اته فقره ييز ليک په ځواب کې د عمل برنامه ورکړې

پاکستان افغان پلاوي ته د اته فقره ييز ليک په ځواب کې د عمل برنامه ورکړې

author avatar
15 Aug 2015 - 13:08
پاکستان افغان پلاوي ته د اته فقره ييز ليک په ځواب کې د عمل برنامه ورکړې
author avatar
15 Aug 2015 - 13:08

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٤): حکومت ته نږدې سرچينې وايي چې اسلام اباد ته د افغان پلاوي د سفر پر مهال پاکستان د افغانستان له خوا د لېږل شوي ليک ځواب ورکړى دى.

وروسته له هغه چې تېره اونۍ د کابل په دريو خونړيو بريدونو کې لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته، ملي امنيت د دغو بريدونو تور پر پاکستان پورې کړ او ولسمشر اشرف غني هم په ډاګه کړه چې له پاکستان څخه د جګړې پيغامونه راځي.

ولسمشر په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې پاکستان ته يو لوړ پوړى پلاوى لېږي، دغه پلاوي چې مشري يې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پر غاړه وه، د ملي دفاع سرپرست وزير معصوم ستانکزى او د ملي امنيت لوى رييس رحمت الله نبيل يې غړي وو، د تېرې پنجشنبې په ورځ  د څو ساعتونو لپاره اسلام اباد ته سفر  وکړ.

که څه هم تر اوسه د دغه سفر او ليدنو کتنو پايلې نه دي په ډاګه شوې، خو په ټولنيزو شبکو او ځينو رسنيو کې ويل کېدل چې پاکستاني پوځي مشرانو له افغان پلاوي سره له ليدلو ډډه کړې وه.

خو د افغانستان حکومت ته يوې نږدې سرچينې د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پاکستاني پوځي مشرانو سره ليدنې او خبرې اترې د افغان پلاوي د سفر په اجنډا کې نه وې.

سرچينې زياته کړې، دا په داسې حال کې ده چې پاکستان غوښتي وو چې افغان پلاوی دې له پاکستاني نظاميانو سره وګوري، خو افغان پلاوي ورته ويلي چې دا ليدنه په اجنډا کې نشته.

دغه حکومتي سرچينه وايي، د افغانستان لپاره د دغه پلاوي د خبرو اترو مطبوعاتي کول جدي لومړيتوب نه و، لامل يې دا دى چې د پلاوي اصلي موخه د ولسمشر پيغام پاکستاني چارواکو ته رسول و او دغه کار وشو.

د يادونې ده، د دغه سفر پر مهال افغان پلاوي لومړى د پاکستان د ملي امنيت سلاکار او ورپسې لومړي وزير نواز شريف سره وليدل.

سرچينې وايي چې له نوازشريف سره د افغان پلاوي د ليدنې پر مهال د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) مشر هم شتون درلود.

ياده سرچينه وايي، افغان پلاوي ته د پاکستان له خوا د هغه اته فقره ييز ليک چې څو مياشتې مخکې پاکستان ته لېږل شوى و، په اړه د عمل برنامه ورکړل شوې ده چې اوس به د افغانستان د دولت له خوا ارزول کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه ليک د پاکستان د عمل د ځواب تر ارزونې وروسته به د افغانستان د دولت غبرګون ښکاره شي.

اسلام اباد ته د افغان پلاوي تر سفر وروسته د  پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې دوى تيار دي له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې جدي همکاري وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.