کابل (پژواک ٢٤ زمرى ٩٤): کابل کې له وروستيو خونړيو چاودنو وروسته، په کابل ښار کې د کورنيو توليداتو پېر او پلور زيات شوى، ځکه د کابل يو شمېر اوسېدونکو د پاکستانيو توکو پېرودل بند کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنيت عمومي رياست، د کابل په وروستيو بريدونو کې د پاکستان د يو شمېر ځانګړو کړيو له لاس درلودو خبر ورکړى او ويلي يې دي، چې پاکستاني چارواکو دغه بريدونه د حقاني شبکې پر مټ تر سره کړي دي.
تېره اونۍ د پوليسو اکاډمۍ ته څېرمه، د کابل نړيوال هوايي ډګر سره په نږدې د قصبې په سيمه او دغه راز د کابل په شاه شهيد کې چاودنه او ځانمرګي بريدونه تر سره شول، چې د راپورونو پر بنسټ، له پنځوسو ډېر کسان په کې ووژل شول او له ٥٠٠ څخه زيات نور په کې ټپيان شوي دي.
د يادو شويو چاودنو له ډلې تر ټولو سخته د شاه شهيد د سيمې چاودنه ده، چې په کې پنځلس ملکيان وژل شوي او شاوخوا ٤٠٠ کسان په کې ټپيان شوي دي.
د کابل يو شمېر اوسېدونکو د دغو بريدونو په غبرګون کې د پاکستاني توکو پېرودل بند کړي دي.
دغه کمپاين له فېسبوک پيل شوى او د يادې ټولنيزې پاڼې ځينو کاروونکو ليکلي، چې په کابل کې د يادو بريدونو او نورو بريدونو تر سره کول، د پاکستان کار دى او خلک د پاکستان د دغه عمل په غبرګون کې بايد د پاکستاني توکو له پېر او پلور څخه ډډه وکړي.
د بېلګې په توګه، احمدالله علمي د فېسبوک په خپله پاڼه باندې ليکلي: "له پاکستاني توکو څخه ګټه اخيستل، د افغانانو په خاورو او وينو د لړلو او د ترهګرۍ د تمويل په معنا دي."
نوموړي داسې يو انځور هم خپور کړى، چې په هغه کې پر پاکستاني سمنټو چليپا کش شوې او د غوري په کورنيو سمنټو د منلو علامه کښل شوې ده.
د دا ډول پېغامونو په خپرولو سره، ډېر شمېر کسانو د پاکستاني توکو له پېرودلو ډډه کړې او د کورنيو توکو پېر يې پيل کړى دى.
د کابل ښار د يوه ښوونځي ښوونکې ليلما چې له خپلو دوه بچيانو سره د کابل منډوي ته راغلې او وطني هګۍ يې پېرودلې وې، پژواک خبري اژانس ته وويل: "که چېرې د پاکستان پر وړاندې جګړه نه شم کولى، نو کولى شم چې له پاکستاني توليداتو ګټه وانخلم."
هغې له ټولو خلکو او په ځانګړي ډول له ښځو او ميندو وغوښتل، چې د پاکستاني توکو له پېرودلو ډډه وکړي.
هغې زياته کړه: "که چېرې موږ ژمن واوسو او له پاکستانيو توليداتو ګټه وانخلو، نو سوداګر هم اړ کېږي چې پاکستان توکي را وارد نه کړي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن