فيض اباد (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٤): د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې وسله والو يو ملي پوليس او مېرمن يې د هغوى د اولادونو په مخ کې وژلي او د دغه ولايت د ښځو چارو رياست د پېښې د عاملانو د نيولو او جزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سخي داد حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفين تېره شپه د شهدا ولسوالۍ په لب دره کلي کې د دغه پوليس کور ته ور ننوتلي، لومړى يې دى او د هغه مېرمن مومنه د برچې په ګوزارونه د سر او نس به برخو کې وهلي او له ټپي کېدو وروسته يې پر ډزو وژلي دي.
هغه زياته کړه چې دغه سرتېرى نورالرحمن نومېده او د شهدا ولسوالۍ په امنيې قوماندانۍ کې يې د ملي پوليس په توګه دنده اجرا کوله.
د شهدا ولسوال محمد معروف خيرخواه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو دا ښځه او خاوند د خپلو ماشومانو په مخکې لومړى په بې رحمۍ ټپيان کړي او بيا يې پر ډزو ووژل.
خيرخواه زياته کړه چې د پوليسو او د هغه له مېرمنې درې ماشومان پاتې دي.
د بدخشان د ښځو چارو مشرې ذوفنون حسام ناطق دا وژنه د صحرايي محکمه په توګه په کلکه وغندله او په دې برخه کې د دولت سختو اقداماتو غوښتنه کړې.
هغې وويل:((ټولې هغه ښځې چې په بدخشان کې د طالپانو تر واک لاندې ساحو کې ژوند کوي، خوندي نه دي.))
د ښځو چارو مشرې زياته کړه چې ماشومان هم خونديتوب نه لري، پلرونه او مورګانې يې د سترګو پر وړاندې وژل کېږي.
مېرمن ناطق له دولت نه غوښتنه وکړه چې د دې ډول زړه بوږنوونکو پېښو عاملان ونيسي او سخته جزا ورکړي.
په روان کال کې دا دريمه ښځه ده چې د ځايي چارواکو په خبره، د وسله والو مخالفينو له خوا وژل کېږي.
تېره اوونۍ د وردوج په تيرګران ولسوالۍ کې هم يوه ښځه نا مشروع اړيکو په تور په دار وځړول شوه.
دوې مياشتې وړاندې هم ١٨ کلنه ګلالۍ چې د بدخشان د محکمې له لوري يې له يوه هلک سره نکاح کړې وه، په بهارک ولسوالۍ کې د خپل تره له خوا په ډزو ووژل شوه او قاتل يې د طالبانو سره يو ځاى شو. ددې جوړې له واده څخه درې مياشتې تېرې شوې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن