ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ختيځ ٢٧زره ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه بې برخې دي

د ختيځ ٢٧زره ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه بې برخې دي

author avatar
16 Aug 2015 - 14:57
د ختيځ ٢٧زره ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه بې برخې دي
author avatar
16 Aug 2015 - 14:57

جلال اباد(پژواک، ۲۵ زمری ۹۴): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې په ختيځو ولايتونو کې شاوخوا ۲۷ زره ماشومان د نا امنيو له امله د ګوزڼ ضد له واکسينه بې برخې پاتې کېږي.

په ختيځ زون کې يوازې د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د ګوړڼ  يوه مثبته پېښه ثبت شوې چې ويل کېږي د ناروغ ماشومان کورنۍ په دې وروستيو کې له پاکستانه راکډه شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال په جلال اباد کې د واکسين د کمپاين د پيلېدو په مراسمو کې وويل چې په ننګرهار کې به ۶۲۷ زره ماشومانو ته ويټامين A او د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق کړي.

نوموړي د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په ننګرهار، نورستان او کونړ ولايتونو کې د نا امنيو له امله ۲۷ زره ماشومان له ياد واکسينه پاتې کېږي.))

د عامې روغتيا رييس وويل: ((د هسکې مېنې په مامندو سيمه کې د پوليو يو پېښه شته چې هغه هم له پاکستانه را انتقال شوې پېښه ده.))

بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي څو ماشومانو ته د دوو څاڅکو ګوزڼ ضد واکسين تر تطبيق وروسته له رسنيو سره په خبرو کې له ديني علماوو، مشرانو او خلکو وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته  د پوليو واکسين تطبيق کړي.

والي وويل: ((که د حکومت د وسله والو مخاليفينو اولادونه هم وي، بايد واکسين ورکړل شي. نو که پلرونه غواړي چې اولادونه يې سالم وي دا واکسين دې تطبيق کړي.))

ديني عالم مولوي عتيق الرحمن د ياد کمپاين پر مهال پژواک ته وويل چې ديني عالمان بايد په جوماتونو کې تبليغ وکړي څو خلک خپل اولادونه واکسين کړي.

هغه وويل چې دا د ماشومانو حق دی او ياد واکسين د اسلام له نظره کوم مشکل نه لري.

د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکي عزيز الرحمن پژواک ته وويل چې پخوا په غني خېلو کې ياد واکسين نه تطبيقېدل خو اوس ښايي د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې هم  تطبيق نه شي.

هغه د دغه کار د مخنيوي ستر لامل په سيمه کې د طالبانو او داعش شتون وباله.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.