د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له پاکستانه د درملو واردات تحريم شول

له پاکستانه د درملو واردات تحريم شول

Aug 16, 2015 - 17:01

کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٤): د افغانستان د درمليزو خدمتونو ټولنې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د جګړې او له وسله والو مخالفينو د پاکستان د ملاتړ د دوام په سبب يې د پاکستاني درملو واردول تحريم اعلان کړل.

د دې ټولنې مشر عبدالخالق ځاځي وطندوست دا موضوع نن په کابل کې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې څرګنده کړه.

هغه وويل: ((په کابل کې د وسله والو د وروستي بريد، له وسله والو څخه د پاکستان د ملاتړ او د سولې خبرو له ودرېدو وروسته موږ سوداګرو هوډ وکړ چې له دې وروسته هېواد ته د پاکستاني درملو له واردولو ډډه کوي.))

ځاځى زياته کړه: ((دا ډول ويجاړوونکي او پېچلي بريدونه د دولت د وسله والو مخالفينو له وسه وتلې خبره ده او له شک پرته چې دا ډول جنايتونه د اى اېس اى اداره ترسره کوي او موږ هم په پام کې لرو چې د پاکستاني درملو له وارداتو سره د پرېکون له لارې د پاکستان پر حکومت او سوداګرو يو ډول اقتصادي فشار راولو، څو د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.))

د افغانستان د درمليزو خدمتونو د ټولنې مشر څرګنده کړه، ټولنه يې هڅه کوي چې له منځنۍ اسيا او ځينو نورو هېوادونو د افغانستان د اړتيا وړ درملو د واردولو په برخه کې اقدام وکړي.

د ده په خبره، هر کال د څه باندې ٤٠٠ ميليونو ډالرو په ارزښت درمل له پاکستان څخه افغانستان ته واردېږي، دا تحريم به پاکستاني شرکتونو ته ستر ګوزار وي.

عبدالخالق ځاځى وويل: ((په دې اقدام سره موږ په افغانستان کې د ناروغانو د اړتيا وړ درملو د کمښت په اړه هېڅ اندېښنه نه لرو؛ ځکه چې زموږ سوداګر يې بديل چمتو کړى.))

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي د دغه اقدام په اړه وويل چې د سوداګرۍ او صنايعو خونه له دغه تحريم نه ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه: ((هر کال له پاکستان څخه څه باندې ٣ ميليارده واردات لرو چې څه باندې ٤٠٠ ميليونه يې درمل دي، د درملو تحريم کېداى شي چې د پاکستان کارخانو ته ستر ګوزار وي، ځکه چې افغانستان يواځېنى هېواد دى چې د پاکستان درمل کاروي.))

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د دغه چارواکي په خبره، دا اقدام به د دې سبب شي چې پاکستاني سوداګر په افغانستان کې د لاسوهنې د بندولو لپاره پر خپل حکومت فشار راوړي.

د الکوزي په خبره، د افغانستان شاوخوا ٤٠ سلنه د اړتيا وړ درمل له پاکستان څخه راوړل کېږي، د سوداګرۍ او صنايعو خونه هڅه کوي چې د پاکستاني درملو پر ځاى نور درمل هېواد ته وارد کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال د معلوماتو له مخې، د ايران، روسيې، هند، چين او منځنۍ اسيا هېوادونو درمل په غوره ډول د پاکستان درملو ځاى نيولى شي.

هغه د بهرنيو چارو، سوداګرۍ او صنايعو وزارتونو څخه غوښتنه وکړه چې له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغانستان د اړتيا وړ توکو د پېرلو لپاره او افغان سوداګرو ته د ويزې ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.

خان جان الکوزي په ورته وخت کې ټينګار وکړ چې هر کال د شاوخوا دوه ميليارده ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي په پاکستان څخه په قاچاقي ډول افغانستان ته را لېږدول کېږي او اړينه ده چې سرحدي پوليسو دا ستونزه حل کړي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement