شبرغان (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): د دولت وسله والو مخالفينو د شبرغان ښاروالۍ د تنظيف رياست پنځه کارکوونکي له يو موټر سره د دغه ښار له څنډو تښتولي دي.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل چې امنيتي ځواکونو دا موضوع تعقيب کړې ده خو تر اوسه يې مطلوبې پايلې نه دې ترلاسه کړې.
د هغه په وينا، دا پېښه نن (د زمري٢٦مه) غرمه مهال د شبرغان ښار لوېديځ لور ته اووه کليومتره لرې د خراسان پول په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د ښاروالۍ د تنظيف مديريت څلور کارکوونکي له يو موټر چلوونکي سره له ښاره د خځلو لېږدولو په حال کې وو.
نوموړي وويل: "موږ د پلټنې عمليات د پېښې په ځاى کې پيل کړي دي څو په دې قضيه کې ښکېل کسان پيدا کړو او ونيسو او دغه عمليات به تر هغه وخت پورې دوام ومومي څو د دې واقعې عاملين ونيسي."
همدا راز انجينر محمدحسين صالح د شبرغان ښاروال پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې وسله والو له ليلي دښتې سره جوخت د خراسان پول ته څېرمه د ښاروالۍ د تنظيف مديريت څلور کارکوونکي له يو موټروان سره تښتولي دي.
د هغه په وينا، له دې پېښې سره سم يې په بېړه امنيتي ارګانونه خبر کړي او د همکارۍ غوښتنه يې ترې کړې ده.
وسله والو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو مخالفينو کابو دوه مياشتې وړاندې د سړک جوړونې د يوه شرکت څلور کارکوونکي له موټرو سره له همدې سيمې تښتولي وو، خو وروسته بيا د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړتوب راخوشي شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن