ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د څلورو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې

تخار کې د څلورو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې

author avatar
17 Aug 2015 - 19:12
تخار کې د څلورو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې
author avatar
17 Aug 2015 - 19:12

تالقان (پژواک،٢٦زمرى٩٤): د تخار ولايت په څلورو ولسواليو کې د څلورو ښوونځيو ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د تخار ولايت د کلیو او پراختیا رییس انجنیر راز محمد فیض پژواک خبري اژانس ته وويل چې  د دې ولایت په خواجه بهاالدین، بهارک، فرخار او بنګي ولسوالیو کې یې څلورو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

فیض وايي چې پردغو ودانیو څه باندې پنځه سوه زره امريکايي ډالرو لګښت شوى چې د المان هيواد له لوري ورکول شوى دى.

نوموړی زیاتوي : (( له دې ښوونځيو څخه به د سيمې هغه زده کوونکي ګټه پورته کړي چې تر دې وړاندې يې په ازاده فضا کې زده کړې کولې .))

هغه وايي چې د دې ښوونځيو د ودانيو د جوړلو لس سلنه لګښت د سيمې د خلکو لخوا ورکول شوى دى.

د فرخار ولسوالۍ د خرماب ښوونځي یو زده کوونکي شمس الدین پژواک ته وويل : (( وړاندې تر دې مو د ونو سیوري او يا هم خیمو لاندې  زده کړې کولې.))

خو هغه وويل چې ښوونځى يې اوس هم د احاطي ديوال او تشنابونه نه لري.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.