ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماليې وزير  عوايدو کې د ٧ ميليارډو افغانيو کمښت خبر ورکړ

د ماليې وزير عوايدو کې د ٧ ميليارډو افغانيو کمښت خبر ورکړ

author avatar
17 Aug 2015 - 19:29
د ماليې وزير  عوايدو کې د ٧ ميليارډو افغانيو کمښت خبر ورکړ
author avatar
17 Aug 2015 - 19:29

 کابل ( پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): د ماليې وزير د دولت په عوايدو کې د اوو ميليارډو افغانيو د کمښت خبر ورکړ او د عوايدو  راټولو مسوولينو ته يې وويل:" چا چې ټاکل شوي عوايد راغونډ نه شواى کړاى، درې مياشتې ورته وخت ورکوو ، په عزت سره دې استعفا وکړي."

 د هېواد ماليې وزير اکليل حکيمي په هغه جوړه شوې ناسته کې چې د ماليې وزارت د ١٣٩٣ مالي کال او د ١٣٩٤ مالي کال د لومړيو شپږو مياشتو پر اجرااتو د بياکتنې په اړه جوړه شوې وه د ګمرګونو او مستوفيتونو مسوولينو ته وويل: " کومې موخې چې ټاکل شوې وې، هغه څه چې تاسو ژمنه کړې وه او د هغه له مخې موږ له نړيوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه او اوس د تر سره شوې محاسبې له مخې ، نږدې له شپږو تر اوو ميليارډو افغانيو شا ته پاتې يوو."

 د ماليې وزير وويل، چې په عوايدو کې دا کمښت په ځينو ولايتونو کې له ټاکل شوي هدف څخه لږ  عوايد راټول شوي دي.

 هغه د کوم ولايت نوم وانه خيست او دګمرکونو اومستوفيتونو مسوولينوته يې وويل:" کومې موخې چې ټاکل شوې دي، له تاسو نه دا تمه لرو، ددې ترڅنګ چې ټاکلو موخو ته ورسېږى، بلکې تر دې زيات ... راغونډ کړئ ، هرڅوک چې له ټاکل شوې موخې څخه زيات سلنه عوايد راغونډ کړل ، مکافات ورکول کېږي او چا چې ټاکل شوي هدف ته ځان ونه رساوه ، درې مياشتې ورته وخت ورکوو ، خپله دې په عزت سره استعفا ورکړي."

 د ماليې وزير د ټاکل شوي هدف او د راغونډو شوو عوايدو د شمېرو په اړه جزييات ور نه کړل ، خو د ماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي د روان کال چنګاښ ١٣مه کابل کې په يوه خبرې ناسته کې ويلي و، چې سږکال د عوايدو راټولو لپاره ١٢٣ ميليارډه افغانۍ هدف ټاکل شوى دى.

 عبدالرحيمزي ويلي و، چې د روان مالي کال په شپږو لومړيو مياشتو کې په داسې حال کې ٥٤،٦٨ ميليارډه افغانۍ عوايد راټول شوي دي، چې تېرکال په دې موده کې راغونډ شوي عوايد څه باندې ٥١ ميليارډو افغانيو ته رسېدل.

د ماليې وزير د ناستې له ګډونوالو څخه وغوښتل څو د عوايدو راټولو په برخه کې د شته ستونزو لپاره د حل لارې ومومي.

 هغه همداراز د ماليې وزارت له کارکوونکو څخه وغوښتل څو خپلې شتمنۍ ثبت کړي او ددې وزارت د ګومارنۍ په چاره کې د هيچا لپاره واسطه نه شي، ځکه ده ته يواځې وړتيا اوپوه ارزښت لري.

که څه هم د ماليې وزارت مسوولينو د ګمرکونو او مستوفيتونو له مسوولينو سره د خبريالانو د مرکو مخنيوى کاوه، خو د يو شمېرګمرکونو او مستوفيتونو مسوولينو وويل، چې د عوايدو ټاکل شوي هدف ته به ځان رسوي.

 د زابل ولايت مستوفي حاجي شمس الدين خبريالانو ته وويل چې سږ کال ددې ولايت لپاره ٩٤ ميليونه افغانۍ عوايد ټاکل شوي  او تر اوسه ٦١ ميليونه افغانۍ راټولې شوې دي.

د هغه په وينا ،که څه هم ددې ولايت د عوايدو راغونډولو په وړاندې تر ټولو ستره ستونزه ناامني ده، خو د امکان تر بريده به هڅه وکړي چې ټاکل شوې موخې ته ځان ورسوي.

 د لوګر مستوفيت د عوايدو امر عبدالرافع مدقق وويل: " موږ لوګر ولايت کې د عوايدو راغونډولو کې له امنيتي ستونزو سره مخ يوو له څلورو ولسواليو څخه عوايد نه شوو ترلاسه کولى يواځې له دوو ولسواليو څخه عوايد راټولوو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.