ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډنډغوري جګړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ډنډغوري جګړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
17 Aug 2015 - 13:46
د ډنډغوري جګړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
17 Aug 2015 - 13:46

پلخمري (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): خلک په بغلان ولايت کې د جګړې له امله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله اندېښنه څرګندوي او له ښکېلو اړخونو غواړي چې د خلکو خونديتوب ته کلکه پاملرنه وکړي.

د بغلان مرکز پلخمري ښار ته څېرمه په ډنډغوري سيمه کې له پرون راهيسې جګړه روانه ده چې د دواړو خواوو د مرګ ژوبلې ترڅنګ، ځينو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا سيمه له تېرې مياشتې راهيسې د طالبانو په واک کې ده او دولت يې د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي.

ځايي خلک د ملکي مرګ ژوبلې او بې ځايه کېدو په سبب وېره لري.

د ډنډغوري د سفيدخان کلي اوسېدونکى ارباب نذير وايي چې د جګړې په ترڅ کې دوه نارينه او يوه ځوانه نجلۍ وژل شوي او ٢٣ نور ژوبل شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا درې کسان تېره ورځ د ډنډغوري په پوستک سيمه کې خښ شول.

دغه ځايي مخور زياته کړه چې ځيني ټپيان ولايتي روغتون او درې نور د کندوز ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ارباب نذير وويل چې خپله له څو نورو کسانو سره له سفيدخان کلي بازار پوستک او کورنۍ يې نورو ځايونو ته شړل شوې دې، خو د برخليک په اړه يې معلومات نه لري.

د بغلان د عامې روغتيا رياست وياند ډاکتر شاه محمد هوفياني وويل چې شپږ ماشومانو يوه ښځه او دوه نارينه چې په ډنډغوري جګړه کې ژوبل شوي وو، ولايتي روغتون ته لېږدل شوي، خو د يوه اته کلن هلک او يوولس کلنې نجلۍ روغتيايي وضعيت نازک دى.

يوه بل مخور د نوم نه اخيستو په شرط وويل: ((طالبان د هاوان او دولت د توپ ډزې کوي، مرمۍ يې زموږ په کورونو لګېږي، موږ د جګړې په منځ کې راګير يو.))

هغه له وسله والو مخالفينو او دولتي ځواکونو وغوښتل چې ملکي وګړو ته له مرګ ژوبلې اړولو په کلکه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو د (خوشيد٤) په نوم عملياتو کې ډنډغوري د يوې برخې د چاڼ ، ١٨ وسله والو مخالفينو د وژنې او ٣٧ نورو د ژوبلېدو خبر ورکړ، خو طالبانو خپله مرګ ژوبله ردوي او ادعا کوي چې اووه ښځې او ماشومان د مقابل لوري د توپ مرمۍ لګېدو له امله وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.