واشنګټن (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): امريکا د افغانستان پر وروستيو نا امنيو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ولسمشر غني د اقداماتو ملاتړ کړى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي په واشنګټن کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل چې دوى د افغانستان او په ځانګړې توګه د کابل او شاوخوا سيمو پر وروستيو امنيتي حالاتو اندېښمن دي.
د هغه په وينا، افغان امنيتي ځواکونه د تاوتريخوالي او نا امنيو د له منځه وړلو لپاره خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي، خو طالبان تل په دې ورځو کې خپل بريدونه زياتوي.
جان کربي زياته کړې: ((موږ د ولسمشر اشرف غني د هغو هڅو او هلو ځلو ملاتړ کوو چې په دې وروستيو کې يې له امنيتي ننګونو سره د مقابلې لپاره په لاره اچولې دي.))
د هغه په وينا، اوس هم په افغانستان کې شاوخوا لس زره امريکايي سرتېري او زرګونه نور نړيوال ځواکونه مېشت دي ، څو له افغان ملي ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړي.
د سولې د پروسې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي چې دوى د سولې د خبرو د لومړي پړاو خبرو هرکلى کړى، د دويم پړاو خبرو په اړه بايد د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرېکړه وکړي.
خو هغه هيله څرګنده کړه چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې به دوام وکړي.
جان کربي زياته کړې، امريکا هيله منه ده چې د سولې پروسه همدا ډول مخکې ولاړه شي او پاکستان هم په دې برخه کې خپله هيله مندې ښودلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن