کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): د افغانستان د ملي امنيت شورا پخوانى سلاکار وايي چې دى او همکاران يې د پاکستان د تېريو پر وړاندې د ملي يووالي حکومت د مشرانو له دريځه ملاتړ کوي.
افغان حکومت په تېره يوه لسيزه کې هڅه کړې چې له پاکستان سره دوستانه اړيکې ولري او پاکستان دې ته وهڅوي چې د افغانستان د سولې په ټينګښت کې ريښتينى عمل وکړي او دغه هېواد د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له ملاتړه لاس واخلي.
خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په تېره ديارلس کلنه دوره کې نه يوازې دغو هلو ځلو پايلې نه درلودې، بلکې تر اوسه د ولسمشر اشرف غني د حکومتولۍ په موده کې هم په دې اړه مثبتې پايلې نه دې تر سترګو شوې.
په پايله کې په پاکستان کې د طالبانو له استازو سره د افغان دولت په دويم پړاو خبرو اترو کې له ځنډ وروسته، د افغانستان پر سرحدي سيمو د پاکستان راکټي بريدونو او دغه راز په هېواد په ځانګړي ډول په کابل کې خونړيو بريدونو د ملي يووالي حکومت مشرانو زغم هم پاى ته ورساوه.
ولسمشر اشرف غني او اجرائيه مشر عبدالله عبدالله تېره اونۍ وويل، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په برخه کې نه يوازې عملي ګامونه پورته نه کړل، بلکې اوس هم وسله وال مخالفين د غونډو په ترسره کولو سره له پاکستان څخه افغانستان ته د جګړې پيغامونه رالېږي.
د دوى په وينا، پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې عملي ګامونه نه دي اوچت کړي.
ولسمشر غني ويلي چې له دې وروسته به د سولې نوښت د افغانستان په لاس کې وي.
دغه راز تېره اونې يوه افغان پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او په دې اړه له پاکستاني لوري سره خبرې اترې وکړې.
د ملي امنيت شورا پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنټا، نن په هغې غونډه کې چې د واليانو د ټولنې د رامنځته کېدو د اعلان په موخه په کابل کې ترسره شوه، وويل: "زه، زما همفکره او زموږ ټول ټېم له ګران افغانستان څخه په دفاع کې له هغه دريځ چې د ملي يووالي حکومت مشرانو په دې وروستيو کې د پاکستان د تېريو پر وړاندې نيولى، ملاتړ کوو."
هغه زياته کړه: "زموږ د ملت او ټاټوبي برخليک مطرح دى، د سياسي ډلو موضوع مطرح نه ده، موږ د دولت اپوزيسيون نه يو، خو کولى شو چې غوره طرحې ولرو، هغه څه چې مشران يې د پاکستان د تېريو پر وړاندې لري، له کومې بې ثباتۍ پرته مخکې لاړ شي او موږ به يې تر شاه روان يو."
د هغه په وينا، ملي يووالى او ملي ګټې ايجابوي څو د ټولو مجاهدينو، خلکو او هغو کسانو چې په تېرو ٣٧ کلونو کې يې قرباني ورکړې يووالى رامنځته شي او د دوى کړنو ته له کوم اختلاف او فکري توپيرونو پرته دوام ورکړل شي، ځکه له خپلواکۍ څخه د دفاع په موخه، فکري توپير کومه معنا نه لري.
نوموړي د يادې موضوع د تعقيب غوښتنه وکړه او زياته يې کړه: "په ښه توګه بايد تعقيب شي، څو داسې نه چې له بې ثباتۍ سره مخ شو، د پاکستان تېريو ته بايد د پاى ټکى کېښودل شي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن